د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې د داعش خراسان ډلې په یوه پلان جوړونکي هوايي برید کړی.

د مرکزي قومندانۍ ویاند جګړن بل اوربن ویلي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پلان جوړونکی وژل او په دې هوايي برید کې ملکیانو ته زیان نه دی رسیدلی

ISIS
ISIS

سپینه ماڼۍ وايي امریکایي قومندانانو او دپلوماتانو له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کې د کابل په هوايي‌ ډګر کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید په څېر د یو بل برید د احتمال په اړه معلومات ورکړل.

دغه ملاقات کې چې نن جمعه اګست ۲۷ (زمری۵) د «وضعیت خونه» کې وشو، د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د ویدیو کنفرانس له لارې او همدغه راز د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو او نورو چارواکو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي بایډن ته معلومات ورکړل شو چې د «موجوده ګواښونو سره سره زړور امریکایي عسکر د تخلیي تاریخي عملیات روان» ساتلي‌ دي.

تېره ورځ د کابل د هوايي ډګر مخې ته ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د داعش ډلې د دغې برید مسولیت ومانه او ولسمشر جوبایډن له برید وروسته د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکايي قومندانانو ولسمشر او د هغه مرستیالې ته یې د داعش-خراسان د هدف ګرځولو په اړه د وروستیو پرمختګونو په هکله هم معلومات ورکړل او دا خبره هم وشوه چې «را روانې څو ورځې به تر دې دمه د دغه ماموریت تر ټولو خطرناکه مرحله» وي.

اعلامیه وايي چې ولسمشر بایډن قومندانانو ته بیا ډاډ ورکړ چې د «عسکرو ساتنې عملیاتو لپاره» چې هر ډول صلاحیت ته ضرورت لري، د هغه تائید ورسره دی.

د کابل برید
د کابل برید

د امریکا د دفاع وزارت وایي د کابل په هوایي ډګر کې پرونی برید دوه نه بلکې یو ځانمرګی برید و. پنټاګان نن جمعه اګست ۲۷ (وږي۵) وویل چې هوایي ډګر سره په نږدې هوټل کې چاودنه نده شوې. پخوا ویل شوي وو چې غبرګ ځانمرګي بریدونه شوي وو.

د امریکا د پوځ یو جنرال تورن جنرال ویلیم ټیلر خبریالانو ته وویل، "زه تائیدوی شم چې زمونږ به ګومان د باران هوټل سره نږدې بله چاودنه نده شوې. یوازې یو ځانمرګی برید و. " دغه جګپوړي جنرال وویل چې په پیښه کې ټپي شوي امریکایي عسکر جرمني ته د درملنې لپاره وړل شوي.

بل پلو د پنټاګان ویاند جان کربي وایي چې لا هم هوایي ډګر ته "اعتباري او مشخص" ګواښ متوجه دی او زیاته یې کړه چې "مونږ ورته چمتو یو او د بلې هڅه توقع لرو. "

امریکایي چارواکو ویلي چې هوایي ډګر ته تر ټولو ستر ګواښ د توغندیو بریدونه او موټر بم بریدونه دي.

د کابل په چاودنې کې دوه بریتانويان هم وژل شوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دامینک راب وايي د کابل هوايي میدان مخې ته د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې دوه بریتانویان او د یو بل هېواد یو ماشوم هم وژل شوي دي.

ښاغلي راب وویل چې په دغه برید کې دوه نور بریتانویان ژوبل شوي هم دي. هغه وویل چې دغو «بې ګناه» خلکو هڅه کوله خپل ملګري بریتانیا ته انتقال کړي خو «ډارنو تروریستانو ووژل».

د دغه برید مسولیت د داعش ډلې اخیستی. په برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر هم وژل شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه برید د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ.

د کابل چاودنې
د کابل چاودنې

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG