د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې پرون یې په کور برید شوی دی.

ښاغلي اتمر څو شیبې مخکې په خپل ټویټر کې ولیکل چې دغه "ناځوانه" بریدونه غندي. ښاغلي اتمر ویلي چې اوس په یو امن ځای کې دی او ژر به د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله نظر څرګند کړي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت د دفاع وزارت سرپرست بسم الله خان محمدي ویلي دي چې د طالبانو سره به په یو میز نه کیني.

ښاغلي محمدي څو شیبې مخکې په خپل ټویټر طالبان "د زرګونو دفاعي ځواکونو او بیګناه ملکي وګړو قاتلین" ګڼلي او ویلي چې "دومره بې وجدانه" ندی چې د طالبانو څخه ملاتړ اعلان کړي.

هغه ویلي چې طالبان نشي کولای د تل لپاره په افغانستان حکومت وکړي او ادعا یې کړې افغانستان به د هغه په وینا د "ترهګرو له شر" څخه ازاد کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تیار دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د نړیوالې ټولنې هڅې تنظیم کړي.

ښاغلي سولیوان د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) وویل چې د بشري حقونو مسایل ولسمشر بایډن ته ډیر اهمیت لري، خو زیاته یې کړه چې امریکا نشي کولای یوازې د بشري حقونو د مسئلې په خاطر په افغانستان کې د درېیمې لسیزې لپاره خپل حضور وغځوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي غلام محمد اسحاقزي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په ځانګړي غونډه کې وویل طالبانو چې په دوحه او نورو نړیوالو غونډو کې کومې ژمنې کړې وې، یوه هم نه ده عملي کړې.

دا غونډه نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵) وشوه. ښاغلي اسحاقزي وویل چې طالبانو په کندهار او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پوځي او غیر پوځي خلک وژلي او دا ډله باید پرېنښودل شي‌ چې په کابل کې هم دا کار وکړي.

هغه په کابل کې د ځینو اوسېدونکو له قوله وویل چې طالبان په ښار کې کور په کور ګرځي او نوملیکنې کوي چې تر خپل هدف لاندې کسان پیدا کړي. نوموړي وویل چې په کابل کې د هدفي‌ وژنو او چور تالان راپورونه هم خپاره شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي دا خبره هم وکړه چې لا هم په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې امکان شته او د ملګرو ملتونو مشر او د امنیت شورا باید په افغانستان کې د خشونت د سملاسې بندېدو او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غږ وکړي.

د افغانستان استازي دا خبره هم وکړه چې د امنیت شورا باید د یو همه شمول انتقالي حکومت غوښتنه وکړي. په غونډه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، ایرلنډ، استونیا او ناروې په ګډون ټولو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه او له افغانانو سره یې د خپلو مرستو ژمنې بیا تازه کړې.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانکړی استازی
ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانکړی استازی

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG