د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

ښاغلی بایډن همدغه راز وویل امریکايي پوځ باید په هغې جګړې کې و نه جنګیږي چې افغان ځواکونه په کې د جنګ لپاره لیوالتیا نلري.

ولسمشر بایډن وویل امریکا داسې امکانات برابر کړي دي چې په سیمه کې د ترهګرو په ګواښونو څار ولري او د اړتیا په وخت کې پرېکنده ګام واخلي.

ښاغلي بایډن وویل چې د افغان سیاستوالو ترمنځ په سیاسي تفاهم ټېنګار کوي خو وايي چې ولسمشر غني تاکېد کاوه چې افغان ځواکونه به له طالبانو سره جنګیږي خو په خبره یې د ښاغلي غني محاسبه «سمه نه وه».

ولسمشر بایډن وویل چې له طالبانو سره تړون ورته له مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه په میراث ورپاتې و او د دغه تړون په اساس امریکايي ځواکونه باید د د ۲۰۲۱ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه وتلي‌ وای.

هغه وویل چې دوه انتخابونه یې لرل چې یا به د ښاغلي ټرمپ په تړون عمل کوي او یا به په پسرلي کې یې له طالبانو سره جنګ کړی وای چې ورسره جګړه زیاتېدله.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG