د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د بریتانیا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) وویل چې د شنبې په ورځ د کابل هوایی ډګر ته نږدې اوه کسان پداسې حال کې ووژل شول چې په زرګونه کسان د هیواد نه د وتلو په نیت د کابل د نړیوال هوایي ډګر مخ ته راټول شوي وو.

طالبانو، د لسو ورځو عملیاتو وروسته، یوه اونۍ وړاندې د اګست په ۱۵مه د افغانستان پلازمېنې کابل ته ننوتل.

له هغه وخت راهیسې، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پداسې حال کې د ګډودیو مرکز شوی دی چې خلک د طالبانو د رژیم په وخت ددغې ډلې د سخت چلند څخه بیره لري او غواړي له هیواد نه وتښتي.

د برتانیا دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل: "پدې ځای [هوایي ډګر] کې شرایط لا هم خورا ننګونکي دي خو مونږ د امکان تر حده هڅه کوو چې وضعیت اداره او خوندي کړو."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د بشري کړکیچ تر څنګ له یو لوی اقتصادي کړکیچ سره هم مخامخ دی.

دا چې د افغانستان دا اقتصادي وضعیت به څومره نور هم خرابیږي او امریکا او نور هېوادونه به څومره طالبانو ته لاس ورکوي، لا معلومه نه ده.

الکس زردن چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د ماليي وزارت یو لوړ پوړی چارواکی و، د افغانستان د اقتصاد د اینده په اړه وايي: «قاطع ځواب نشته او هر څوک چې [د افغانستان د اینده په اړه وړاندوینه کوي]د موجوده مشکلاتو په اړه پوره درک نلري.»

د طالبانو تر حاکمیت مخکې هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری و. د مارچ په میاشت کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد «ماتېدونکی او په بهرنیو مرستو» تکیه بللی و.

هغه وخت د افغان حکومت ۷۵سلنه لګښتونه د نړیوالو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري ورکول کېدل.

په دې اړه نور معلومات زموږ په ویبسایټ کې ولولئ

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي هیله لري چې د افغانستان نه د لس ګونو زرو کسانو د ایستلو بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې وروسته ونه غځیږي.

وروسته تر هغه چې طالبانو څه باندې یوه اوونۍ وړاندې کابل ونیوه، لس ګونو زرو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړې چې د هیواد نه بهر ووځي.

جو بایډن تر دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان نه به د ټولو امریکایي ځواکونو وتل د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي خو اروپایي اتحادیې خبرداری ورکړی چې تر دې نیټې د افغانستان نه د ټولو کسانو ایستل چې باید وایستل شي، امکان نلري.

د امریکا متحده ایالات وایي د تیرې اوونۍ راپدیدخوا چې طالبانو کابل نیولی، شاوخوا ۲۸ زره کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستل شوي. امریکا همدارنګه ویلي چې لا هم ۱۵ زره امریکایي اتباع او د ۵۰ او ۶۰ زرو پورې افغان همکاران پاتې چې باید وایستل شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG