د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د برتانیې د دفاع وزارت وايي، په کابل کې له باران هوټل څخه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د خلکو د انتقال بهیر یې بند کړی دی.

یاد وزارت نن جمعه اګست ۲۷ (وږې پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر دې وروسته به نور خلک له افغانستان څخه د ایستلو لپاره د کابل هوايي ډګر ته نه غوښتل کیږي.

یاد وزارت زیاته کړې: "نور هیڅ څوک د ایستلو لپاره د کابل هوايي ډګر ته نه غوښتل کیږي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې تر دې وروسته به ټول تمرکز له افغانستان څخه د برتانوي اتباعو پر رایستلو او هغو کسانو وي چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې حضور لري.

د برتانیې دفاع وزارت زیاتوي چې په تیرو ۱۴ ورځو کې له افغانستان څخه شااوخوا ۱۳۰۰۰ کسان را ایستلي دي.

خو یاد وزارت بیا هم اندېښنه ښودلې چې ځینې کسان له دغه بهیر څخه پاتې شوي دي، خو ډاډ یې ورکړی چې د پاتې کسانو د رایستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال د هسپانیې هیواد هم اعلان کړی چې د کابل له هوايي ډګر څخه یې خپل ټول دپلوماتان او کار کوونکي ایستلي او د تخلیې بهیر یې پای ته رسېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د هسپانیې حکومت ویلي چې د دوی دوې پوځي طیاري چې ۸۱ هسپانویان ۸۳ افغانان پکې و نن جمعه له کابل څخه دوبۍ ته رسېدلي دي.

د هسپانیې حکومت ویلي تر دا مهاله یې ۱۸۹۸ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

برتانیې او هسپانیې پر داسې مهال له کابل څخه د افغانانو د ایستلو پروګرام بند کړ چې تیره ورځ ناوخته د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته نژدې چاودنې د امریکايي سرتیرو په ګډون سلګونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واړول.

د راپورنو له مخې په دغه چاودنه کې ۱۲ امریکايي سرتیري او ۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰ امریکايي سرتیري او ۱۴۰ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

د دغه چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي وسله والو طالبانو د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې مرسته غوښتې ده خو په خبره یې لا په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږې۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «طالبانو له موږ غوښتي چې د کابل هوايي ډګر مدیریت کړو. موږ لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې. په افغانستان کې د حکومت له مشخص کېدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړو.»

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې په دې اړه د ترکیې چارواکو او طالبانو ترمنځ‌ خبرې هم شوي‌ دي. ‌

هغه وویل «له طالبانو سره مو لومړی ملاقات د ملګرو په واسطه زموږ د سفارت تر څار لاندې وشو او نیم ساعت یې دوام وکړ،» او په خبره یې په دې اړه نورو خبرو ته هم ضرورت دی.

تر دې مخکې د ترکیې حکومت څو ځلې دا خبره کړې وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوايي ډګر امنیتي او ادارې چارې مخې ته وړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د کابل د هوايي ډګر د یوې دروازې مخې ته د داعش-خراسان ډلې له ځانمرګي برید وروسته چې له افغانستان څخه د خلکو د اېستلو بهیر ځنډول شوی، بېرته پيل شوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي چې په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې یې د امریکا د پوځ په ۳۵ الوتکو کې ۱۲۵۰۰ کسان له کابل څخه اېستلي دي او نورو هېوادونو ته انتقال کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د تازه اعلامیې په اساس د اګست له څوارلسمې نېټې څخه نیولې تر نن جمعه اګست ۲۷ (وږي۵) پورې له افغانستان څخه ۱۰۵۰۰۰ کسان اېستل شوي دي.

په دوی کې امریکايي او د نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي خو اکثریت یې هغه افغانان دي چې د بهرنیو ځواکونو، نړیوالو ادارو او افغان حکومت سره کار کړی او فکر کوي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند ته خطر دی.

له افغانستان څخه د خلکو وتل
له افغانستان څخه د خلکو وتل

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښایي د روان کال تر پایه د نیم میلیون په شاوخوا کې افغانان هیواد پریږدي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمینټس خبریالانو ته ویلي چې دا اداره به په سیمې کې د ۵۰۰زرو پنا غوښتونکو لپآره چمتوالی نیسي.

وروسته تر هغه چې طالبانو کابل ونیوه، ګڼ شمیر افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړله چې د هیواد نه بهر ووځي. تر دې وړاندې اروپایي هیوادونو هم اندیښنه ښودلې وه چې ښایي د افغانستان نه د پنا غوښتونکو لویه څپه پیل شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG