د لاس رسي وړ اتصالات

بزکشي په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په ورزش بدله شوې - چارواکي


په مزار شریف کې د بزکشۍ د وروستي ټورنمنټ پایلوبه د مارچ په اتمه د یما پټرولیم ټیم وګټله.
په مزار شریف کې د بزکشۍ د وروستي ټورنمنټ پایلوبه د مارچ په اتمه د یما پټرولیم ټیم وګټله.

مشهور چاپنداز سرور پهلوان چې تازه یې په مزارشریف کې د بزکشۍ ټورنمنټ ګټلی، وايي د کاله تر ۱۰ زره ډالر ترلاسه کوي او همدارنګه بریالي ټیم ته د سپانسر شرکتونو له خوا ۳۵۰۰۰ زره ډالر ورکول کیږي چې د ټیم غړي یې په خپلو کې ویشي.

په مزار شریف کې د مارچ د اتمې نیټې لوبې د یما پټرولیم ټیم وګټلې چې سرور پهلوان هم پکې لوبه کوي.

ددې ټیم مالک د یما پټرولیم رئیس سعید کریم وویل: "ددې ټیم دپاره په اسونو، چاپندازانو او لوازمو باندې موږ شاوخوا یو میلیون ډالر پانګونه کړې ده."

د تیلو دغه افغان سوداګر د خپل ټیم دپاره د سرور پهلوان په ګډون د افغانستان په سطحه دوه مشهور چاپندازان او ۴۰ اسونه تیار کړي چې د هر اس قیمت د ۱۰۰ زرو ډالرو په شاوخوا دی.

هغه وویل: "زه غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم. کله چې زما ټیم لوبه ګټي دا زما دپاره د ویاړ ځای دی."

سعید کریم د خپل ټیم او اسونو ساتلو دپاره په څلور جریبه ځمکه باندې یو مرکز جوړ کړی او وايي چې د اسونو ساتلو او چاپندازانو د معاشونو لګښت یې د کال ۳۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.

د بزکشۍ لوبه چې په تاریخي لحاظ د افغانستان په شمال کې دود ده، اوس د هېواد جنوب ته هم غځېدلې. طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ، په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې، پر دغې لوبې بندیز لګولی و خو اوس یې ورته اجازه ورکړې ده.

په مزارشریف کې د بزکشۍ د لوبې کتلو ته د طالبانو ځايي مقامات هم ناست وو.
په مزارشریف کې د بزکشۍ د لوبې کتلو ته د طالبانو ځايي مقامات هم ناست وو.

د افغانستان د بزکشۍ فدراسیون رئیس غلام سرور جلال وویل: "بزکشي یوه ملي لوبه ده. طالبان پوهیږي چې په دې لوبه خلک خوشحالیږي نو ځکه یې اجازه ورکړې ده."

طالبان همدارنګه له هغو ۱۳ ټیمونو څخه مالیه ټولوي چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې د بزکشۍ د ملي لیګ په سیالیو کې ګډون کوي.

په لوبه کې د چپاندازانو او اسونو د ژوبلېدو د مخنیوي په خاطر ځینې اصلاحات هم پلې شوي او په اوسنیو لوبو کې، د نویو مقرراتو څخه سرغړوونکو چپاندازانو ته ژیړ یا سره کارتونه ورکول کیږي.

د بزکشۍ د ټیمونو مالکان وايي، ددې لوبې د هر اس قیمت شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر دی.
د بزکشۍ د ټیمونو مالکان وايي، ددې لوبې د هر اس قیمت شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر دی.

د میلیونونو ډالرو پانګونه

د بزکشۍ په لوبه کې د پانګونۍ سره، د لوبې د مقاماتو په خبره، ددې لوبې د مینه والو شمېر هم زیات شوی دی.

په مزارشریف کې د وروستیو سیالیو لیدلو ته ددغه ښار لوبغالي ته شاوخوا ۱۰ زره کسان راغلي و. خو ښځو پکې په دودیزه توګه او همدارنګه د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزو له کبله ګډون نه درلود.

مزار شریف کې د بزکشۍ د ټورنمنټ پایلوبه.
مزار شریف کې د بزکشۍ د ټورنمنټ پایلوبه.

د بزکشۍ د فدراسیون رئیس غلام سرور جلال وویل: "لوبو ته ډیر کتونکي ځکه راځي چې هغوی پوهیږي چې په لوبو کې ډیر نور ښه اسونه او ښه ټیمونه ګډون کوي."

جلال وايي، د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې بزکشۍ پرمختګ کړی او په ملي کچه د چپاندازانو شمېر چې ۱۰۰ تر۲۰۰ وو، اوس ۵۰۰ ته ځکه لوړ شوی چې د هغه په خبره، "ډیر شمیر ځوانان دې لوبې ته لیوالتیا ښيي."

هغه زیاته چې په روان کال کې ۲۰ پانګه اچوونکو ورسره اړیکه نیولې او ټاکل شوې ده چې د بزکشۍ په ټیمونو کې څلور تر پنځه میلیون ډالرو پانګونه وکړي.

جلال وویل: "موږ غواړو دا لوبه هم د فوټبال او کرکټ په څېر وده وکړي."

اوزلوبه د یو چاپ انداز له نظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG