د لاس رسي وړ اتصالات

یوازینی تور پوستی جمهوري غوښتونکی سناتور د امریکا جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیږي


ټیم سکاټ د سنا په مجلس کې یوازینی تور پوستی جمهوري غوښتونکی سناتور دی.
ټیم سکاټ د سنا په مجلس کې یوازینی تور پوستی جمهوري غوښتونکی سناتور دی.

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د جنوبي کارولینا استازي سناتور ټیم سکاټ د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته کاغذونه سپارلي او غواړي د هیواد په تاریخ کې لومړنی تور پوستی جمهوري غوښتونکی جمهور رئیس شي.

ښاغلی سکاټ چې ۵۷ کاله عمر لري د سنا په مجلس کې یوازینی افریقایي الاصله جمهوري غوښتونکی امریکایی دی.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما لومړنی تورپوستی امریکایي و چې د دې هیواد په تاریخ کې یې تر ټولو لوړ اجرائیوي مقام ګټلی و او پوره دوه دورې یې واکمني وکړله. ښاغلی اوباما د دموکرات ګوند غړی دی.


ټاکل شوې چې د سنا مجلس دا غړی به راتلونکې دوشنبې پخپل اصلي ټاټوبي،د جنوبي کارولینا ایالت د شمالي چارلسټن په ښار کې په رسمي توګه د خپلې کاندیدۍ اعلان وکړي.

ټیم سکاټ په مذهب مسیحي دی او محافظه کارانه ارزښتونو ته قایل دی. هغه پدې تیرو څو میاشتو کې د جنوبي کارولینا په ایالت کې څو غونډې کړي. دا ایالت د جمهوري ریاست د سیالو په ګوندي انتخاباتو په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو ګوند د کاندیدۍ ګټلو لپاره مهم دی.


دې سناتور د تیرې پنجشنبې په ورځ مې ۱۸ په ټویټر کې لیکلي، "امریکایۍ کورنۍ د هیلې وږي دي. مونږ باید عقیده ولرو، په خدای عقیده، په یو بل عقیده او په امریکا عقیده".

د ټیم سکاټ لپاره د جمهوري ریاست انتخاباتو په سیالیو کې لومړنی خنډ مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکول دي چې تر دې دمه د دې ګوند مخکښ کاندید دی او د نظر معلومولو په تازه سروېګانو کې هم څرګنده شوې چې د سکاټ محبوبیت یوازې ۲ په سلو کې او د ټرمپ بیا ۳۶ په سلو کې دی.


د جمهوري غوښتونکو ګوند نور کاندیدان په متحده ایالاتو کې د ملګرو ملتونو پخوانۍ استازې او د جنوبي کارولینا پخوانۍ والۍ نیکي هیلي، د ارکنساس ایالت پخوانی والي آسا هچینسن، د ټکنالوژۍ کاروباري ویویک راماسوامي او د راډیویي خپرونو کوربه لیرې ایلډر دي.


خو ویل کیږي چې په ګوندي انتخاباتو کې ښایي د ښاغلي ټرمپ تر ټولو نږدې سیال د فلوریډا ایالت والي ران ډي سانټیز وي چې ښایي راتلونکې اوونۍ د جمهوري ریاست لپاره خپله کاندیدي اعلان کړي.

ښاغلي سکاټ تیره میاشت وویل چې د سنا مجلس د انتخاباتو په بانکي حساب کې ۲۲ ملیونه امریکایي ډالر لري او په دوو نورو ایالتونو آیوا او نیو هامپشایر کې یې د ۶ ملیون ډالرو غوښتنه کړې.

په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې کیږي.

د دموکرات ګوند په استازیتوب برحال جمهور رئیس جو بایډن ځان نوماند کړی او د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

جو بایډن د "آزادۍ" په نامه ویدیو کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې د بنسټیزو آزادیو او د دموکراسۍ لپاره د هغه ملاتړ وکړي.

هغه په ټویټر یوه ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي: "هر نسل یوه شیبه لري چیرې چې دوی باید د ډیموکراسۍ لپاره ودریږي، د خپلو بنسټیزو آزادیو لپاره ودریږي."

XS
SM
MD
LG