د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین چارې ګړندۍ شوي - روغتیاپالان


په میدان وردک ولایت د ګوزڼ واکسین یو کمپاین
په میدان وردک ولایت د ګوزڼ واکسین یو کمپاین

د میدان وردګو ولایت روغتیايي چارواکي وايي، چې اوس مهال په ټولو لرو پرتو سیمو کې خلک د پولیو واکسین ته لاسرسی لري او په هر کمپاین کې شاوخوا ۱۵۰ زره ماشومان واکسین کیږي.

د دوی په خبره، اوس د واکسین له تطبیق څخه په ښه توګه نظارت کیږي او ټولې دولتي ادارې ورسره همکارې دي.

په میدان وردګ ولایت کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاګټر صاحب الدین امرخیل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د تیر په پرتله اوس دوی د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې لري، هر ماشوم ته هر ځای کې واکسین رسیږي او له واکسین وروسته دقیق ارقام ترلاسه کوي او ښه نظارت کیږي.

نوموړي وویل: "اوس مهال د ولایت ټولو لرو او پرتو سیمو، ولسوالیو، کلو او بانډو ته د واکسین د خدماتو لپاره لاسرسی شته، ټولو کلیو ته ټیمونه رسیږي او د ۱۵۰ زرو څخه زیات ماشومان چې له نوي تولد څخه تر پنځو کالو پورې عمر لري، ټول واکسین کیږي او د ګوتو په شمېر ماشومان چې د مختلفو علتونه له امله غیر حاضر وي له واکسین پاتې کيږي."

ښاغلی امرخیل زیاته کړه، ټولو ماشومانو ته واکسین کیږي او مخکې به سم نظارت نکیدو او ټولو کلیو ته نظارت کوونکي (مانیتوران) نشو تلی، خو اوس ټولو کلیو ته مانیتوران په ډاډه زړه تللی شي. اوس مو ارقام هم دقیق دي او د میدان وردګ د ټولو دولتي ادارو او خپله د ولایت د مقام ملاتړ هم لرو او کومه ستونزه نشته.

د دې ترڅنګ د میدان وردګ ولایت اوسيدونکي هم وایي چې اوس یاد ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین تطبیق په وړاندې کوم خنډ شتون نلري او د هرې لرې پرتې سیمې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسیږي.

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکې، هدیې په دې اړه له امریکا غږ سره په خبرو کې داسې وویل: "الحمدالله، اوس په میدان وردګ ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ‌ډیر ښه ډول تطبیق کیږي او پخوا به چې کوم ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې وو او د هغوی ساحو ته واکسین نه رسیدو، اوس ورته واکسین رسیږي او په نورو ساحو کې داسې خاصې ستونزې نه لیدل کیږي او هیله مند یو چې ترڅو په راتلونکې کې هم ورته لرو او پرتو ساحو ته د پولیو واکسین ورسیږي او تطبیق شي او له دې ناوړه ناروغۍ څخه وژغورل شو."

د دې ولایت بل اوسیدنکي، عبدالله بیا وویل: "لکه څرنګه چې مخکې د پولیو واکسین جریان په اکثرو ساحو کې له ستونزو سره مخ وو خو اوس الحمد الله د میدان وردګ ولایت په هیڅ ساحه کې ستونزه شتون نلري او داسې کوم کور به نه وي چې د پولیو واکسین له جریان څخه پاتې وي. اوس د پولیو واکسین خدمات ټولو ساحو ته رسیږي."

د روغتیايي چارواکو په وینا اوس لاس رسی ځکه اسان شوی دی، چې ټولې دولتي ادارې له رضاکارانو سره همغږي او همکار دي، عامه پوهاوی زیات شوی دی او د واکسین کیدونکو ماشومانو شمېر له ورځې بلې مخ په زیاتیدو دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG