د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی او د ملگرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مشر تدامیچي یماموتو
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی او د ملگرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مشر تدامیچي یماموتو

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازي تدامیچي یماموتو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز هرکلی وکړي او مخامخ خبرو ته دې ورسره کښیني.

ښاغلي يماموتو دا خبرې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې د ورځې غونډې ته په داسې حال کې وکړې چې د امنیت شورا د ٢٠١٩ کال تر مارچ میاشتې پورې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د خپل سیاسي ماموریت موده وغزوله.

ښاغلي یماموتو د امنیت شورا ته وويل چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له وړاندیز وروسته اوس دا په " طالبانو پورې اړه لري چې د خپل وړاندیز سره رامخ ته شي او د افغان ولس د ستونزو د ختمیدو لپاره د افغان دولت سره نيغ په نيغه خبرې اترې پيل کړي".

نږدې دوه اوونۍ مخکې جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل پروسې په دویمه غونډه کې طالبانو ته د سولې د نوې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې طالبانو د سولې د بې قید او شرطه خبرو وړاندېز وکړ. خو تر اوسه طالبانو دغه وړاندیز ته مشخص ځواب ندی ویلی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي وويل سوله کيدل اومخالفينو سره تماسونه پخې ارادې، حوصلې او تر ټولو مهم ملي يووالي ته اړتيا لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان سياسي مشرانو ته تر شخصي ايجنډاو ملي ګټو ته اولیت ورکول پکار دي.

ښاغلي یماموتو همداشان په دې ټینگار وکړ چې په افغانستان کې سږکال پارلماني انتخابات او په ٢٠١٩ کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي.

خو هغه په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په بریدونو کې د مخ په زياتيدونکې ولسي مرګ ژوبلې اندیښنه څرگنده کړه.

د امریکا متحده ایالاتو هم د افغانستان د سولې د نوي وړاندیز هرکلی کړی دی او د اسیا او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا د ښاغلي غني د سولې د نوښت هرکلی وکړ او د افغانستان په سوله کې یې د پاکستان په رول هم ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG