د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې د پولیسو نیمایي منسوبین مخدرات کاروي – سیګار 


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش (سیګار) د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو (کندهار، زابل، هلمند او ارزگان) کې د پولیسو نیمایي ځواکونه نشه يي توکي کاروي او ددې رپوټ په اساس د افغانستان د پولیسو شاوخوا ۷۰ فیصده بستونه "خیالي" دي.

سیګار د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي ۵) ویلي چې دغې ادارې پدې هکله یو لړ خپلواکې پلټنې کړي او ددې بنسټ رپوټ د "پولیسو په ځواکونو کې د داخلي تهدیدونو د ارزونې" د تحقیقاتو په بنسټ دی او هغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت ریاست د ملي امنیت د ریاست په همکارۍ ترسره کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، د افغان پولیسو د منسوبینو له لورې د مخدره توکو د استعمال په هکله د سیګار رپوټ نه رد او نه هم تائید کړی، خو ویلي یې دي چې پدې هکله پلټنې روانې دي.

ښاغلي آرین وویل: "مونږ د سیګار وروستی رپوټ ترلاسه کړی، تر ارزونې لاندې دی او تر هر اړخیزې څیړنې وروسته به یې نتیجې له هیوادوالو سره شریکې کړو."

د سیګار د رپوټ په یوه برخه کې د مخدره توکو پر وړاندې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د ظرفیتونو او لاسته راوړنو ستاینه شوې ده. رپوټ همداشان د فساد په وړاندې په مبارزه کې د کورنیو چارو وزارت یو شمیر بریالیتوبونه هم په ګوته کړي دي.

د سیګار د رپوټ په اساس د ملي امنیت ریاست او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت مدیریت همداشان موندلي دي چې د پولیسو په تشکیلاتو کې د ۵۰ نه تر ۷۰ فیصده بستونه "خیالي" دي، پدې معنی چې په واقعي توګه څوک پدغو بستونو کې کار نه کوي.

سیګار همداشان رپوټ ورکړی چې په ټول افغانستان کې د قطعاتو د منسوبینو لست د جعلي نومونو او د هغو سرتیرو په نومونو ډک دی چې په نښتو کې مړه شوي، خو په رسمي توګه یې د مړینې رپوټ ندی ورکړل شوی.

د حکومت د شمیرو له مخې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو شمیر څه دپاسه ۳۵۰ زره تنو ته رسیږي، خو نه نړیواله ټولنه او نه هم افغان مقامات پوهیږي چې د پوځ او پولیسو څومره شمیر کسان فزیکي حضور لري یا د امنیتي او دفاعي منسوبینو څومره شمیر په یوې ټاکلې نیټه کې وظیفې ته تیار دي.

د خیالي پولیسو شتون، په ټاکلي وخت د پولیسو د معاشونو نه رسیدل او په ولایتونو کې د پولیسو د دقیقو شیمرو د نشتون په دلیل غیر معیاري اکمالات هغه عمده ستونزې دي چې تل د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توکه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ستر مرستندویه دی، تر انتقادونو لاندې راغلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شاوخوا یو نیم کال مخکې فساد سره د مبارزې او د "خیالي پولیسو" د ستونزې د حل په مقصد د پولیسو د منسوبینو د بایومټریک ثبت بهیر پیل کړی و.

هغه وخت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مقاماتو امریکا غږ ته ویلي وو چې د افغانستان د پولیسو د ۱۳۵ زره تشکیلاتو زیاته برخه بایومټریک شوې او د هغوی په وینا ددې بهیر په پای ته رسیدو سره به خیالي پولیس نور شتون ونلري.

خو دغه نوې موندنې ښیي چې خیالي پولیس نه یواځې دا چې د کورنیو چارو زارت له تشکیلاتو نه ندي لرې شوي بلکه زیات شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG