د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پلاوی د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد د بحث لپاره قطر ته تللی


د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، یو لوړپوړی طالب پلاوی د افغانسنان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت د قرارداد بحثونو په اړه قطر ته تللی دی.

دغه وزارت د جمعې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۲ (غوايي دریمه) ویلي چې ددغه پلاوي مشري د ترانسپورت او هوايي چلند د وزیر حمیدالله اخندزاده په غاړه ده او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په ګډون یو شمېر نورو چاروکې هم پکې دي.

د ترانسپورت وزارت په وینا ټاکل شوې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو په ځانګړي ډول د کابل، کندهار، هرات، بلخ او خوست هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي اړخونو بحثونه وکړي.

ویل کیږي چې په دغه لیدنه کې د ترکیې د تخنیکي ټېمونو استازي هم حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د اپرېل میاشتې پر اوومه د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي و چې د کابل هوايي ډګر د چارو تنظیم او قرارداد اخیستو په هدف د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد له هوايي ډګرونو څخه د پروازونو بهیر ټکنی شوی و چې د نژدې اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم عادي حالت نه دی ګرځېدلي.

د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د ترکیې، قطر او طالبانو حکومت ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۲۱ کال ډسمبر میاشتې پر ۲۴مه پيل شوې او تر دا مهاله په کابل او دوحه کې د درې واړو لورو ترمنځ درې ناستې شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) په یوې اعلامیه کې ویلي و چې په دغه درې اخیزه غونډه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او فعالیت په برخه کې پر څو کلیدي موضوعاتو باندې موافقه وشوه.

ترکیې حتی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

تر دا مهاله د طالبانو، قطر او ترکیې پلاوو په دې اړه په کابل او دوحه کې څو ناستې کړي دي خو تر اوسه د هوایي ډګرونو د مدیریت قرارداد په اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د «انتالیا ډیپلوماسۍ» ناستې په څنډه کې د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت د قراردادونو د هغو مادو په اړه چې زیات بحثونو ته اړتیا لري، خبرو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG