د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په لومړي ځل د چین د ۱۰۰۰ ټنو ترانزیټَي توکو د اورګاډي لومړنۍ جوپه د ایران له لارې د افغانستان د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي تم ځای ته رسیدلې ده.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ترانزیټي توکو بار دغه اورګاډي لومړی د چین څخه د ایران بندر عباس ته دا توکي رسولي وو، چې بیا له هغه ځایه د ایران د اوسينې د پټلۍ د شبکې له خوا افغانستان کې د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي د پټلۍ تم ځای ته راوړل شوي دي.
هغه ویلي: "د ترانزیټي توکو په لومړۍ جوپه کې ۱۰۰۰ ټنه د اوسپنې کویل شامل دي د ایران د اوسپنې د پټلۍ له لارې د هرات ولایت د روزنک تم ځای ته رسیدلي دي".
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند ددغې ترانزیټي جوپې رسیدل د هغو هیوادونو سره چې ازادو اوبو ته لاس رسی لري یو مهم ګام ګڼلی او ویلي دي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات – خواف د اوسپنې د پټلۍ د شبکې په بشپړیدو سره به افغانستان ته په دې برخه کې نوي فرصتونه په لاس ورشي او د دغه هیواد له لارې به سیمې سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د اوسپنې د شبکو سره د نښلولو کار د پخواني جمهوري رژیم په لومړی کلنو کې پیل شوی وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو هیوادونو د اوسپنې د پټلیو شبکو سره د نښلولو کار دوام موندلی دی.
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د پروژې په بشبړیدو سره به د افغانستان د هرات ولایت هوايي ډګر د ایران د اوسپنې د پټلۍ د شبکې سره و ِنښلول شي
همداشان د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ د چارو د مرستیال دفتر د جون دویمه (جوزا ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې یو جرمني شرکت د تورغوندۍ -هرات اوسپنې د پټلۍ د سروې او ډیزاین چاري هم پیل کړي دي.
د هرات د هوايي ډګر او تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د شاوخوا ۲۰۰ کیلو مترو ددغې پټلۍ د غځولو په تړاو د اوږدې مودې راهیسې خبرو دوام درلود او د پخواني جمهوري رژیم د چارواکو او د ترکمنستاني چارواکو ترمنځ هم په دې اړه خبرې شوې وې.
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې نړیوال بانک د دغې پټلۍ د سروې او ډیزاین لپاره یو میلیون او ۶۰۰ زرو ډالره هم بیل کړي وو، خو دا پروژه هغه مهال بشبړه نشوه.
د اوسپنې پټلۍ دا پروژه به د هرات له هوايي ډګر څخه پيل او هرات ولایت د كشك كهنه، كشك رباط سنګي، ګلران، انجيل او ګذرې ولسواليو څخه په تیریدو د تورغونډۍ په بندر کې له تركمنستان سره وصل شي.
ددې دمخه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نومبر ۲۳ (لیندۍ درېیم) په یوه اعلامیه کې
د چین د ریل ګاډي د شبکې له لارې د افغانستان شمال کې د بلخ ولایت د حیرتانو بندر ته هم د چین د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د رسیدلو خبر ورکړی وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د چین دا سوداګریز توکي د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان په شمال کې د حیرتانو بندر او وروسته د مزاشریف ښار ته رسېدلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: "دغه محموله چې ټول ۵۵ کانټینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو له لارې نن غرمه... د هېواد په شمال کې د مزارشریف ښار ته راورسیده."
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په بلخ کې خبریالانو ته وویل: د ریل ګاډي له لارې د چین د سوداګریزو توکو دا جوپه په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته رسیدلې ده. هغه ویلي و، چې په دغه ریل ګاډي کې به د افغانستان سوداګریز توکي هم چین ته صادر شي.
افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی چې بهر ته تر ټولو لنډه لار ورته د پاکستان د کراچۍ بندر لار ده، خو اکثره دا لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځینو ستونزو له امله سوداګري او ترانزیټ د ستونزو سره مخ کیږي.
فورم \ دبحث خونه