د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او ترکمنستاني چارواکو ' افغانستان کې د ټاپي پروژې د بهیر پرمختګ' څارلی دی


د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه " ټاپي" ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې یوازې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې غځیدلې ده.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه " ټاپي" ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې یوازې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې غځیدلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان او ترکمنستان گډې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي‌ نللکې د رغونې د چارو څخه ليدنه کړې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶( لیندۍ ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه ویډیوکې ددې کتنې په اړه ویلي چې دواړو خواو په افغانستان کې د ټاپي د پروژې د کار د چټکتیا په اړوند مسلو هم خبرې کړي دي.

هغه ویلي: " د دې کتنې پر مهال دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د اوسپنیزې کرښې پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې د ورکړې د بهير ساده کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق اباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکړي".

ضیا احمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې د ټاپي نللیکې د عملیاتي چارو څخه د لیدنې سربېره د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ کې د اوسپنیزې کرښې ګودامونو، د نوري فایبر انتقال او د ویزو او ټرانسپورتي چارو پر اسانتياوو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د سپټمبر ۱۱(وږي ۲۱) د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمه کې له دغه هیواد څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ګازو د نللیکې د غځولو د پروژې د کار پیلیدل د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستي وو.

ملا محمد حسن اخوند د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې ددې پروژې پرانیستل یوه تاریخي ورځ بللې وه او د افغانستان په دننه کې یې ددې پروژې د کار د پیلیدو په چارو کې د ترکمنستان د چارواکو د ښه نیت ستاینه کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویلي چې دا پروژه به په څلورو پړاونو کې بشبړه شي. په لومړي پړاو کې به د ګازو د نللیکې د غځولو چارې د ترکمنستان څخه د هرات ولایت پورې ترسره شي، په دوېیم پړاو کې به دا نللیکه د هرات څخه د هلمند تر ولایت پورې، په درېیم پړاو کې به له هلمند څخه د کندهار ولایت او په څلورم پړاو کې به د کندهار څخه دا نللیکه پاکستان او بیا له هغه ځایه هند ته وغځول شي.

د طالبانو حکومت وايي چې ددغې پروژې سره هممهاله د ترکمنستان څخه هرات او بیا کندهار ته د اوسپنې د پټلۍ د غځولو چارې او ترڅنګ یې د نوري فایبر د مزي د ِځولو چارې هم پیل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې هرات ولایت ته د ګازو د نللیکې د رسیدلو وروسته به افغانستان ته د ګازو د لیږد بهیر هم پیل شي

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه " ټاپي" ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې یوازې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې غځیدلې ده. ددې نللیکې شاوخوا ۸۰۰ کیلو متره یې د افغانستان په دننه کې له څو ولایتونو څخه تیریږي.

د رپوټونو له مخې دا نللیکه به له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز انتقال کړي، چې شاوخوا پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز به افغانستان ته انتقال شي.

د ټاپي پروژي طرحه نږدې ۳۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ترتیب شوې وه، خو ددې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې په عشق اباد کې لاسلیک شوی وو او په دغه پروژه باندې کار په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG