د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو روژه کې د بیو لوړېدو د مخنیوي لپاره د ځینو خوراکي توکو محصول ټیټ کړ


په داسې حال کې چې د روژې میاشتې په رارسېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي، د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د روژې میاشتې په مناسبت د ځینو خوراکي توکو د ګمرکي محصول کمېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل نن یکشنبه مارچ ۲۶ (وري شپږمه) رسنیو ته لېږلې اعلامیه کې ویلي چې یاد ګمرکي محصول پر شپږ قلمه لومړنیو خوراکي توکو له ۱۷ سلنې څخه تر ۸۰ سلنې راکم شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: "د روژې مبارکې میاشتې په درناوي، په بازارونو کې د یادو توکو د بیو لوړېدو مخنیوي او د هیواد د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره پر (۶) قلمه خوراکي توکو(کچالو، رومیان، بېنډیو، مڼو، خرما او هندواڼو ګمرکي محصول له ۱۷ سلنې څخه تر ۸۰ سلنې پوري راټیټ کړی دی."

طالب چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کابل په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د روژې میاشتې په رارسېدو سره نسبت مخکې ته لوړې شوي دي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت څو ورځې وړاندې هم ویلي و چې د نرخونو لوړېدو مخنيوي او د خلکو اقتصادي وضعيت ته په کتو يې د هيواد په ګمرکونو کې پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ٥٠ څخه تر ٧٠ سلنې کم کړى دى٠

خو عام خلک وايي چې د ګمرکي محصول کمېدو په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر بیو اغېز نه دی کړی او په خبره یې د دې پر ځای چې یاد توکي ارزانه شي بلکې بیې نبست مخکې ته لوړې شوي دي.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو چاریاک رومان په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کیږي، پداسې حال کې چې تر روژې مخکې د یو چاریاک رومانو بیه له ۵۰ څخه تر ۷۰ افغانیو پوري وه.

عام خلک واىي اړوند مسؤلين بايد د روژې په مياشتې کې د خوراکي او غير خوراکي موادو بيې کنټرول کړي٠

د مجتبی په نوم د کابل ښار اوسیدونکی وايي اړوند مسؤلین باید پر خوراکي توکو د محصول کمېدو ترڅنګ په بازارونو کې د یاد توکو پر بیو هم نظارت وکړي.

پر همدې مهال د کندهار ښار اوسېدونکي کمال الدین څپاند هم د روژې په رارسېدو سره په دغه ولایت کې د خوراکي بیو لوړېدو څخه شکایت کوي.

نوموړي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "په کندهار کي د لومړنیو خوراکي توکو بیه بېخي لوړه سوې ده. سبزي، حبوبات او ترکاري چي لویه اړتیا ده لوړه بیه لري. د ټولني د خلکو اقتصادي حالت ضعیف دی، کار روزګار نسته، پیسې نسته او په داسي حال کي د لومړنیو خوراکي توکو بیه لوړېدل مصیبت دی. بلخوا ازاد بازار دی، نه تجارتي کنټرول سته او نه بازاري کنټرول."

په افغانستان کې د خوراکي توکو بیو لوړېدو په اړه پر داسې مهال اندېښنې ښودل کیږي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې اوس مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیون کسان یې تقریبآ په قحطۍ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG