د لاس رسي وړ اتصالات

د مخابراتو د پخواني وزیر محکمه وځنډول شوه


د مخابراتو په پخواني وزیر له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او اداري فساد تورونه لګېدلي دي.
د مخابراتو په پخواني وزیر له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او اداري فساد تورونه لګېدلي دي.

د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۱) د سترې محکمې یوې ځانګړې علني غونډې ته حاضر شو.

په ښاغلي وحیدي له وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او اداري فساد تورونه لګېدلي دي.

نوموړی د اتلسو میاشتو لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابینه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وو.

ښاغلی وحیدي د لومړي ځل لپاره د کابینې د وزیرانو د څیړنې د کمیټې لخوا دغې ځانګړې محکمې ته معرفي شوی دی.

د کابینې د وزیرانو د څیړنې د کمیټې یو څارنوال معروف ذاکر د هغه د دعوی د اقامې د اعلانولو پر مهال وویل "ښاغلی عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو د وخت وزیر له وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې څخه د مخابراتي شبکو د مشتریانو د لس فیصدو مالیاتو په برخه کې ناوړه ګټه اخیستنه کړې ده او دغه مالیات حیف او میل شوي چې د دولت عوایدو ته زیان رسیدلی دی".

خو ښاغلي وحیدي په نننۍ غونډه کې ورباندې ټول لګیدلي تورنه په کلکه رد کړل.

هغه وویل، چې د خپل وزارت پر مهال یې په شفافه توګه د کریډټ کارټونو د لس فیصده مالیې د راټولولو لپاره یې د ریل ټایم سیستم طرحه جوړه کړه، چې دغه طرحه د ځینو کړیو له مخالفت سره مخ شوه.

ښاغلي وحیدي زیاته کړه "زه د ریل ټایم قرباني یم. که ما ریل ټایم باندې تاکید نه وای کړی ماته به وروستي زیانونه نه رسیدل زما ټینګار اوس هم دادی چې دا سیستم باید جوړ شي.....دا سیستم د ټولو مخابراتي شبکو د پنځلس شپاړس میلیونو مشتریانو حق دی".

د کابینې دغه پخواني غړي، ټینګار وکړ، چې د ریل ټایم سیستمله جوړیدو پرته د مخابراتي شبکو د لس فیصده مالیاتو ارزونه امکان نلري.

د وزیرانو ځانګړې او علني لومړنۍ محکمه، د غونډې د رئیس قضاوتپوه محمد زمان سنګري لخوا د وخت د کموالي له امله نامعلومې مودې ته وځنډول شوه "زموږ رسمي وخت خلاص دی او ننې جلسه پای ته رسیږي بل تاریخ به دواړو لورو ته اعلان شي".

دا په فساد د کابینې د تورنو وزیرانو لومړۍ محکمه ده.

له دې مخکې د فساد د سترو دوسیو د څیړلو لپاره چې دولتي چارواکي هم پکې شامل وو له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز دغه دوسیې څیړلې چې دا لړۍ لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG