د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې ۲۶زره روغتیايي کار کوونکو ته معاشونه ورکړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا (UNDP) وايي، په تیرو اتو میاشتو کې په دغه هیواد کې ۲۶زره روغتیايي کار کوونکو ته میاشتني معاشونه ورکړي دي.

دغه پروګرام د جمعې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۵ (وري ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه روغتیايي کار کوونکي د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونو کې په کارونو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د لوړ کیفت روغتیايي خداماتو ته دخلکو لاس رسی مهم بللی او د روغتیايي سکتور سره پر مرستو یې ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی چې له امله یې د ګڼو دولتي او په ځانګړي ډول د روغتیايي کار کوونکو معاشونه پر وخت ورنه کړل شول.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د روغتیايي نظام پاشل کېدو مخنیوي په هدف، د زرګونو روغتیايي کارکوونکو میاشتني معاشونه ورکوي.

دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټه (ICRC) ویلي و چې میلیونونو کسانو ته د روغتیايي خدماتو رسېدو په هدف په دغه هیواد کې د روغتیايي سکتور ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه کمېټې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې اوس مهال په ټول هیواد کې د ۳۳ روغتونونو مسؤلیت ددوی په غاړه دی او ټول امکانات او روغتیايي تجهیزات یې ورته برابروي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د معلوماتو په اساس دغه اداره اوس مهال په ټول افغانستان کې د څه باندې ۱۰ روغتیايي کار کوونکو میاشتني معاشونه هم ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت له مرسته کوونکو موسساتو څخه غوښتي و چې خپل فعالیتونه له دوی سره په همغږۍ تر سره کړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۵۶۸ روغتیايي مرکزونو تمویل کړی دی او د سره صلیب نړیواله کمېټه هم د شاوخوا ۱۷ روغتیايي مرکزونو تمویل کوي.

XS
SM
MD
LG