د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانو ښځو په وړاندې د بشري حقونو په جدي سرغړونو د ملګرو ملتونو اندیښنه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې په افغانستان کې په ښځو باندې د بریدونو، ګواښولو او پدې هیواد کې د تصمیم نیونو څخه د هغوی د ګوښه کولو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

میشل بچلیت ویلي دي چې د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه چې ددې هیواد ښځې او نجونې له ګواښ سره مخامخ کړي د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي.

آغلې بچلیت چې د څو ورځو راهیسې په کابل کې ده، د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹) ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې افغان ښځې او نجونې پدې وروستیو میاشتو کې سره له دې چې ګواښل شوي، خو هغوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې زیاته کړه: "د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تحقق او او د بشري حقونو څخه د هغو جدي سرغړونو د پای ته رسیدو لپاره چې ښځې او نجونې یې د ګواښ سره مخامخ کړي پدې هکله د پرمختګ او د عاجلو او حیاتي اړتیاو لپاره د مسولینو سره خبرې کوي."

پدې وروستیو کې طالبانو یو شمیر افغان ښځینه فعالانې په کابل کې د مظاهرو په وجه په موقته توګه بندیانې کړې وې چې د طالبانو دغه اقدام پراخ داخلي او نړیوال غبرګونونه زیږولي دي.

د میرمن بچلیت په وینا د افغانستان ښځې او نجونې باید له ویرې پرته د مظاهرو کولو، د ټولنې د ستونزو په هکله د ازاد نظر څرګندولو او د هغو لارو چارو د موندلو لپاره چې د هغوی واقعیتونه او غوښتنې منعکسې کړي، فعاله ونډه ولري.

هغې زیاته کړه په هغه صورت کې چې افغانستان سولې او پرمختګ ته مخه کړي ښځې او نجونې باید ددې هیواد په بدلون کې فعاله ونډه ولري او هغوی ته فرصت ورکړل شي تر څو د سولې، بشردوستۍ او پرمختګ اړوند بهیرونه رهبري کړي.

د میرمن بچلیت په پیغام کې راغلي: "نجونې باید وکړای شي چې ښوونځیو او پوهنتون ته لاړې شي او د هیواد په راتلونکې کې د ځواکمنې برخې اخیستنې لپاره غښتلې شي. ښځې د پولیسو په ځواکونو، حقوقي محاکمو، په حکومت او خصوصي سکتور کې او په حقیقت کې د مدني او ټولنیز ژوند په هره برخه کې باید په څرګنده توګه شتون ولري."

طالبانو په افغانستان کې له واکمن کیدو وروسته ژمنه وکړه چې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو لا هم په زیات شمیر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړلې پاتې دي او اکثر ښځینه مامورینې په کور ناستې دي.

دغې ډلې د ښځو په ازاد سفر کولو محدودیتونه لګولي او ویلي یې دي چې د محرم پرته ښځې هیڅ ځای ته د سفر کولو حق نلري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې ټینګار وکړ چې دغه سازمان به د افغان ښځو او نجونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG