د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د افغان میرمنو په وضعیت خبرې کوي


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱(لیندۍ ۲۰) یو ځل بیا د بندو دروازو شاته په یوې غونډې کې د دغې ټولنې د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتنو پر اساس د افغان میرمنو او نجونو په وضعیت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د جمعې په ورځ ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۷) په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د" افغانستان په اړه د ښځو نظریاتو" ترنامه لاندې داغونډه د سویس د استازولي په بلنه او د جاپان او متحده عربي اماراتو د استازولیو په ملاتړ جوړیږي.

ټاکل شوې د افغان میرمنو د ټولنې (Women’s Forum Afghanistan) دوه استارې به هم دې غونډې ته ویناوې وکړي. ددې سربیره د افغانستان د مدني ټولنې دوه نور غړي به هم په دې غونډه کې ګډون او خبرې وکړي.

د بندو دروازو شاته په دې غونډه کې د افغان میرمنو د ګډون هدف د افغانستان د راتلوونکي په اړه د نړیوالې ټولنې په پرېکړو کې د افغان میرمنو د ګډون څخه ډاډ ترلاسه کول ښودل شوي دي. د امنیت شورا ویلي چې دا غونډه به په دغه شورا کې د سویس د استازولۍ په ریاست جوړه شي او یوازې د دغې شورا اوسني غړي به په کې ګډون وکړي.

د سویس د استازولۍ له خوا دغې غونډې ته په چمتو شوي لنډ نوټ کې ویل شوي:" د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي[فریدون هادي سينيرلي اوغلو] په ارزونو کې د ښځو ګډون او رهبري په اړه د شویو سپارښتونو د پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول او د امنیت شورا غړو ته د یو فرصت رامنځ ته کول ښودل شوي چې د مدني ټولنې سره په بوختیا د هغې لارې په اړه لیدلوری معلوم شي چې هغوی یې پرمخ کې د پرتې لارې په توګه په پام کې لري".

ملګروملتونو د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د ۲۶۷۹ نمبر پریکړه لیک پر اساس افغانستان کې د ځانګړي خپلواک ارزونکي له خوا د ارزونې غوښتنه کړې وه.

افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو راپور کې د افغان میرمنواو نجونو په اړه راپور کې د مشورو د اخیستلو پر مهال د طالبانو د استازو په ګډون د "هر افغان سره چې مشوره شوې" د افغان میرمنو او نجونو وضعیت مسله د نورو مسلو پرتله ډیره زیاته یاده شوې ده.

د سویس د استازولۍ له خوا ددې غونډې د ترتبیولو لپاره ملګروملتونو د خپلواک ارزونونکي او همغږي کوونکو څو سپارښتونو یادونه هم شوې، چې یوه یې د دغو سپارښتونو د څارنې لپاره د یو میکانیزم د جوړیدو په اړه ده.

د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي په راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

د دوشنبې د ورځې د امنیت د شورا دا غونډه درییمه غونډه ده چې د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د ارزونو پر سر د بحث لپاره جوړیږي. د نومبر په لسمه او ۲۸ مه هم د امنیت شورا غړو پر دغه راپور د بندو دروازو شاته بحثونه کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG