د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي، له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو شواهد نشته


رحمت‌الله اندړ وویل بهرني جنګیالي په ځانګړي ډول د القاعده شبکې غړي لا هم د طالبانو په لیکو کې شته
رحمت‌الله اندړ وویل بهرني جنګیالي په ځانګړي ډول د القاعده شبکې غړي لا هم د طالبانو په لیکو کې شته

د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي او وايي چې دغې ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی او نه یې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب شپږمه) وویل چې په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله سږکال ژمې کې جګړه لاپسې زیاته شوې ده.

هغه وویل بهرني جنګیالي په ځانګړي ډول د القاعده شبکې غړي لا هم د طالبانو په لیکو کې حضور لري.

اندړ زیاته کړه: "تر اوسه هیڅ داسې دلیل نه شته چې له بهرنیو تروریستي ډلو څخه د طالبانو د لرې کېدو لېوالتیا ثابته کړي، ځکه طالبان او القاعده داسې ایډیالوژیک مشترکات لري چې د هېوادونو پر جغرافیایي تقسیم -‌بندي هم باور نه لري".

د امریکا – طالبانو د سولې د تړون په اساس چې کابو یو کال وړاندې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی کموي او له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیلوي.

د ځینو رسنیو د راپورونو په اساس طالبانو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې ترڅو په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالو د حضور مخ ونیسي.

طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی که دا سپارښتنه عملي نه کړي، تشکیلات به یې لغوه او ورته به سزا ورکړل شي.

خو د سیګار د تازه راپور په اساس د القاعده شبکې غړي د طالبانو په لیکو او د سوق او ادارې په جوړښتونو کې مدغم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې او بندیزونو ډلې هم په غزني کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام‌الدین عبدالروف مشهور په ابو محسن المصري، محمد حنیف مشهور په عبدالله او د هغوی د یو شمیر کسانو وژل کېدو ته په اشارې د فبروري په درېیمه راپور ورکړ چې طالبان او القاعده پیاوړې اړیکې لري.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې اټکل کړی چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ غړي لري.

XS
SM
MD
LG