د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګیدلو له امله ۱۳ ملکيان وژل شوي


Civilian casualties in Afghanistan
Civilian casualties in Afghanistan

فاریاب ولایت کې سیمه‌ییز چارواکي چې د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې پر یو کور د افغان پوځ د هاوان مرمۍ د لګیدلو په نتیجه کې، ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال عبدالاحد ایلبیک امریکا غږ ته وویل، دا پيښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې په دولت‌ آباد ولسوالۍ کې د پوځ ځواکونو پر یو کور د طالبانو د پوستې ګومان کړی وو او د هاوان برید یې ورباندې وکړ.

د فاریاب د ولایتي شورا د مرستیال پر وینا، د پیښې ټول قُربانیان ملکي وګړي دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل "د هاوان دا مرمۍ پرون مازدیګر مهال په دولت آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له خوا ویشتل کیږي، دیارلس کسه په شهادت رسیږي او څلور ټپیان کیږي، د ټپيانو وضعیت ښه دی".

د ښاغلي ایلبیک پر وینا، د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ ۹ کلي د وسله‌والو طالبانو له خوا نیول شوي وو، چې اوس په کې د افغان پوځ ځواکونو موقت بیز جوړ کړی، خو د شپې له خوا وسله‌وال طالبان د دغو کلیو پر ځینو سیمو بریدونه کوي.

د فاریاب امنیه قوماندان دلاور شاه دلاور امریکا غږ ته وویل، لا تر اوسه روښانه نه شوې نه ده، چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له وا ویشتل شوې ده.

هغه وویل "د یوې پوستې د جوړولو پر مهال د طالبانو ډلې زموږ او د ملي اردو پر ځواکونو د هاوان مرمۍ وویشتله، دښمن خپل تحرکات پیل کړل او د دولتي او قطعاتو او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوه، په دې نښته کې کوم ماین چاودنه کړې، په یو کور کې زموږ یو شمیر هیوادوال وژل شوي او ټپيان شوي دي".

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فاریاب د امنیې قوماندان پر وینا، لا هم په سیمه کې نښته روانه ده او د جګړې له پای ته رسیدو وروسته به د پيښې د څیړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی واستوي.

هغه ټینګار وکړ، که د هاوان مرمۍ د افغان پوځ د ځواکونو له خوا د ملکي وګړو پر کور ویشتل شوي وي، هغوی ته به سزا ورکړل شي.

فاریاب کې روغتیايي مسولین وايي، د پیښې له ځای څخه د دولت آباد ولسوالۍ کلینیک ته د لسو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون دیارلس سوزیدلي جسدونه وروړل شوي دي.

فاریاب کې د سیمه‌یيزو چارواکو پر وینا، په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د جګړې له امله، د جوزجان – فاریاب لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG