د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لیست څخه ۳۵ کسان حذف شوي


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو له وروستي لیست څخه د ۳۵ کسانو نومونه لرې کړي دي.

د دغه کمیسیون ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ (زمري ۲۰) خبریالانو ته وویل، چې د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی لیست یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استولی دی.

هغه زیاته کړه "د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د نوماندانو د ابتدائیي لیست په اړه د ټولو اعتراضونو او شکایتونو له هراړخیزو څیړلو وروسته، ۱۰۲ تنه په وروستي لیست کې شامل او دغه راز ۳۵ تنه له وروستي لیست څخه حذف او ۴۵ تنو ته یې اخطار او توصیه تجویز کړې ده".

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند د نوماندانو له وروستي لیست څخه د حذف شویو کسانو نومونه څرګند نه کړل، خو امریکا غږ ته د رسیدلو معلوماتو پر بنسټ، په دغو کسانو کې مولوي تره‌خیل محمدي، فوزیه کوفي، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن، ضیالحق امرخیل او صداقت زاهد شامل دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې لا هم د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي د دغه لیست پر سر په سلامشورو بوخت دي او وروستی لیست به نن شپه ناوخته خپور شي.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل "۱۴۱ کسان چې موږ له لیست څخه ایستلي وو، له هغې جملې دوی ۱۰۲ کسان بیرته لیست ته داخل کړي، اوس موږ پر دې ملحوظات لرو چې دوی دغه کسان په کوم معیار بیرته لیست ته داخل کړي دي، همدا اوس زموږ د کمیسیون د غړو ناسته د شکایتونو کمیسیون له غړو سره روانه ده".

ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د وروستي لیست له اعلان وروسته به، د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې نوماندانو ته د نوماندۍ شمیرې ورکولو او د رای‌پاڼو د چاپولو چارې پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې د ولسي جرګې لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ۲۳۹۶ نوماندانو ځانونه نومولي، چې ۳۸۱ یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG