د لاس رسي وړ اتصالات

توماس وسټ: بهر ته د عبدالله سفر یوه مثبته نښه ده


افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني رئیس عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې له کابل څخه بهرته د ښاغلي عبدالله سفر یومثبت اقدام ګڼلی دی.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ د پنجشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۵ ( ثور۱۵) د خپل ټویټر په پاڼه د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني رئیس عبدالله عبدالله سره د خپلو ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي، چې په دغه ټیلیفوني اړیکه کې یې د هغه سره په افغانستان کې په ملي کچه د سیاسي ډیالوګ د اړتیا او ددغه ډیالوګ د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې بیا بوختیا په سر خبرې کړي دي.

ښاغلي وسټ ویلي " خوښ یم چې نن سهار مې د عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې. دا چې هغه بهر ته په سفر او خپلې کورنۍ سره د رخصتیو په تیرولو وتوانید دا یوه مثبته نښه ده. په ملي کچه د سیاسي ډیالوګ د اړتیا او د ملاتړ لپاره یې د نړیوالې ټولنې بیا بوختیا په سر خبرې مووکړې. تل د هغه مشورې د قدر وړ دي".

د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله تیره اونۍ د کوچني اختر د رسیدلو یوه ورځ دمخه د خپلې کورنۍ د غړو سره د اختر د تیرولپاره له افغانستان څخه بهر ته په سفر تللی دی.

عبدالله عبدالله نه دي ویلي، چې کوم هیواد ته یې سفر کړی خو دمخه د هغه د کورنۍ غړي په هندوستان کې اوسیدل.

ښاغلي عبدالله بهر ته د سفر وروسته د خپل ټویټرپه پاڼه لیکلي وو چې د خپلې کورنۍ سره د کوچني اختر د تیرولو لپاره د څو ورځو په نیت له افغانستان څخه وتلی دی.

که څه هم ښاغلي عبدالله له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د سفر په برخه کې پر ده د طالبانو د حکومت له خوا د لګیدلو بندیزونو په اړه رسنیو ته هیڅ څه نه دي ویلي خو پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د روان میلادي کال د مارچ په ۹ مه د "العالم " عربي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې دې او عبدالله عبدالله بهرنیو هیوادونو ته د سفر په برخه کې ستونزې لري.

ښاغلي کرزي په دې اړه نور جزېیات نه و ورکړي. خو زیاته کړې وه، چې کابل کې دننه د تګ راتګ په برخه کې کومه ستونزه نلري.

" العالم " عربي تلویزیون د ایران د حکومت په مالي مرسته عربي هیوادونو ته خپرونې کوي.

بهرته د عبدالله عبدالله د سفر څخه څو اونۍ وړاندې د افغانستان د پخواني پارلمان مشرانو جرګې پخوانی رئیس فضل الهادي مسلمیار هم تیره میاشت متحده عربي اماراتو ته سفر کړی وو.

ښاغلي مسلیمیار په دوبۍ کې د څو اونیو تیرولو وروسته بیرته کابل ته ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG