د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: داسې نښې نشته چې روسیه او چین دې طالبان په رسمیت وپيژني


د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وسټ وایي هیڅ داسې نښه نشته چې روسیه او چین دې طالبان په رسمیت وپيژني.

ښاغلي وسټ د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که روسیه او چین د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني، امریکا به دا کار ونکړي.

دغه امریکایي چارواکي تائید کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د پاکستان د سیاستونو په اړه اندیښنه لري او اسلام آباد هم د افغانستان په اړه د امریکا په سیاستونو اندیښنې لري.

د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اندیښنې ځینې وختونه د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د نظر د اختلاف د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

ښاغلي وسټ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا متحده ایالات به د افغانستان اوسني خراب اقتصاد وضعیت ته په کتو، د هغه هیواد کنګل شوې پانګه آزاده کړي که نه ، وویل:"موږ روښانه کړه که هغوی "طالبان" واک ته د رسیدو لپاره نظامي مسیر انتخاب کړي، مرستې به لادرکه شي او دا هغه څه دي چې وشول."

هغه څرګنده کړه، اوسمهال ددې دلیل چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ افغانستان ته نشي لیږدول کیدای، د امریکا د حکومت د اجرایه قوې اقدام ندی او دا لید اشتباه دی چې په رسنیو کې بحث پرې کیږي.

ددغه امریکایي چارواکي په وینا، د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل، پیچلي قانوني او قضایي مشکلات لري او د همدې دلایلو له مخې، پیسې له یوه بانکي حساب څخه بل بانکي حساب ته نه لیږدول کیږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه، د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو تر څنګ، له امریکا څخه بهر په بهرنیو هیوادونو کې هم د هغه هیواد شاوخوا دوه ملیارده ډالر شته چې دا پیسې هم د ورته دلیل له مخې نه ورکول کیږي.

د ښاغلي وسټ دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه بیان شوې چې ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۲ (لیندۍ ۱) نیټه د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د عاجل اقدام غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس عبدالله الدردري رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د افغانستان د بانکداري نظام د ساتلو لپاره باید داسې لارې چارې ولټول شي چې د طالبانو د ملاتړ لامل نشي.

خو د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل، دوه ورځې مخکې په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د افغانستان بانکي سیستم فلج شوی ندی او اوس هم فعال دی.

هغه زیاته کړه چې یاد سیستم به په لنډ وخت کې خپلې عادې چارې له سره پیل کړي.

د افغانستان د بانکي نظام د سقوط په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي د افغانستان ۶۰ سلنه جمعیت له سختې لوږې سره مخ دی.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي‌ کال تر پایه پورې به د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د بیوزلۍ تر کرښې لاندې واقع شي او تر پنځو کلونو ښکته شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG