د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه موریتانیان امریکا ته راغلي؛ د راتګ لار یې په ټولنیزو شبکو کې موندلې


د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب ادارې د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې څخه نیولې تر جون پورې څه باندې ۸۵۰۰ موریتانیان په غیر قانوني توګه د مکسیکو د لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي.

په دومره ډیر شمیر د موریتانیانو راتګ آن امریکایي چارواکي حیران کړي ځکه چې نه هلته کومه کودتا شوې وه او نه پکې کوم ستر طبیعي آفت راغلی چې د هیواد اقتصادي حالت سقوط وکړي او په دومره ډیر شمیر خلک یې هیواد پریښودو ته زړه ښه کړي.

متحده ایالاتو ته ډیری راغلی موریتانیان وایي چې د راتګ لپاره نوې لار یې د ټیک ټاک او وټس اپ په شان ټولنیزو شبکو کې پیدا کړې.

د موریتانیا دا اوسیدونکي لومړی د خپل هیواد څخه ترکیې، بیا کولمبیا ‎، ال سلوادور او تر هغه ځای څخه د نیکاراګوا مانګوا ښار ته ځانونه رسوي.

نیاکاراګوا د موریتانیا په ګډون د څو نورو هیوادونو اوسیدونکو ته په ډیرو لږو پیسو ویزه ورکوي او د ویزې اخیستونکي څخه دا هم نه پوښتي چې آیا ددې هیواد څخه بل لور ته د سفر کولو نیت لري که نه.

د نیاکاراګوا څخه دا خلک د نورو هیوادونو د پنا غوښتونکو سره یو ځای په بسونو کې د قاچاقبرانو په مرستې ځانونه د مکسیکو – امریکا ګډې پولې ته رسوي.

تر دې وړاندې د موریتانیا اوسیدونکو په متحده ایالاتو کې د پنا اخیستو لپاره لومړی باید په الوتکو کې ځانونه برازیل ته رسولي وی او پاتې نور سفر یې په ځنګله کې کیده چې ډیر خطرناک و.

خو پدې نوې لار کې چې په ټیک ټاک او نورو شبکو کې یې اعلانونه کیږي او ډیر ځوانان یې جلب کړي، د ځنګله مزل پکې نشته.

د موریتانیا څخه تر متحده ایالاتو پورې دا سفر د ۸ زرو امریکایي ډالرو څخه نیولې تر ۱۰ زرو پورې لګښت لري او ډیری دا خلک پخپلو هیوادونو کې ځمکه او مالونه پلوري تر څو د دې سفر لپاره پیسې پیدا کاندي.

تر نیکاراګوا پورې سفر کول قانوني او په الوتکو کې دی او پاتې سفر په ځمکه او بسونو د لارې کیږي. د افریقایي هیوادونو ډیری اوسیدونکي دا ډول سفر کول خوښوي او له همدې کبله د موریتانیا څخه متحده ایالاتو ته د خلکو راتګ په بې ساري ډول ډیر شوی.

ډیری موریتانیان په متحده ایالاتو کۍ د خپلوانو سره ژوند کوي.
ډیری موریتانیان په متحده ایالاتو کۍ د خپلوانو سره ژوند کوي.

خو د دې ټولو سره سره، یو شمیر موریتانیان وایي چې قاچاقبرانو ورته په لار کې د خطراتو او دا چې په متحده ایالاتو کې به یې سرنوشت څه ډول وي، غلط معلومات ورکړي و.

د بیلګې په توګه د سال په نامه یوه ۲۳ کلنه میرمن چې په موریتانیا کې نرسه وه وایي چې په مسیکو کې ترې غلو چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې، پیسې او نور وسایل پټ کړل او په لار کې د اوبو نشتوالی له کبله ډیری مهاجر ناروغ شوي هم و چې ځیني یې آن په روغتون کې بستر شوي و.

دا میرمن وایي قاچاقبرانو په وټس اپ کې ورته ویلي و چې دا سفر خورا آسان دی خو هغه زیاتوي چې په حقیقت کې یې ډیر کړاو لیدلی.

د مکسیکو څخه ډیر دا کډوال د متحده ایالاتو د اریزونا ایالت د یوما ښار ته ځي او ځیني نور یې بیا د قاچاقبرانو لخوا د مکسیکو په یوې لار کې د سړک پر سر پریښودل کیږي او دوه ساعته بیا په اوبو او دښتې کې مزل وکړي تر څو ځانونه د امریکا سرحدي پولیسو ته وسپاري.

د څو ساعتونو یا ورځو پوښتنو څخه وروسته دا کډوال کولی شي چې متحده ایالاتو ته ولاړ شي او بیا یې سرنوشت د محکمې لخوا فیصله کیږي چې کله ناکله دا بهیر څو کاله وخت نیسي.

ځیني یې داسې هم پکې وي چې د څو اوونیو لپاره په توقیف خانو کې اچول کیږي او یا په وړو الوتکو کې بیرته موریتانیا ته استول کیږي.

د بشري حقونو ډلې د متحده ایالاتو د حکومت څخه غواړي چې د موریتانیا خلکو ته دې په امریکا کې د پاتې کیدو لپاره موقتي خوندیتوب حیثیت ورکړي ځکه دا ډلې ادعا کوي چې په موریتانیا کې د هغو تورپوستانو سره ناوړه چلند کیږي چې تر تیښتیدو وروسته بیرته دې هیواد ته شړل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG