د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۲۳ زره ماشومان له واکسین پاتې شوي


د ننګرهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي د پولیو واکسین د تېر کمپاین پر مهال ۲۳ زره ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او ډېری یې په هغو سیمو کې دي چیرې چې امنیتي حالات ښه نه دي.

دننګرهار دعامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، په ځینو سیمو کې د ولسي خلکو په مرسته ماشومانو ته واکسین ورسېدلي دي دي.

هغه وویل"دا ماشومان په خوږیاڼو وزیرو تنګي، پچیراګام پنکزیو،هسکه مېنه پاپین او اوغز سیمې، کوټ لاغرجیو او اچین کې پرمختګ شوی دی او ډېرو ماشومانو ته دا ځل واکسین رسېدلي دي. د نازیانو په دوه خوله ساحه کې ماشومان پاتې کېږي".

دیني عالمان وايي د پولیو د مخنیوي واکسین له شرعي پلوه ستونزه نه لري او ټولې کورنۍ باید خپلو کوچنیانو ته واکسین وکړي.

د ننګرهار ولایت یو تن دیني عالم مولوي ګل نبي په هکله داسې وویل.

"تاسې وګورئ حج ته چې څوک ځي نو یو کس هم د پولیو له واکسینو پغیر نه شي تېرېدلی، ګورئ اسلامي هېواد دی. ټولو اسلامي ملکونو سعودي، مصر او نورو عالمانو فتوا ورکړې ده چې دا علاج دی او باید وشي، نو پر کورنیو غږ کووم چې خپل ماشومان واکسین کړي".

چارواکي وايي که خلک خپلو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ونه کړي نو په معلولیت د اخته کسانو شمېره نوره هم لوړېدلی شي.

ولسي خلک هم پر کورنیو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ور رسوي.

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو اته مثبتې پېښې ثبت شوي چې پنځه یې په کندهار، دوه په کونړ او یوه هغه په ننګرهار کې ده.

XS
SM
MD
LG