د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا کې زرګونو ډاکټرانو اعتراض کړی؛ معاش زیاتېدل غواړي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په بریتانیا کې زرګونو ډاکټرانو او د روغتیايي برخې کار کوونکو د معاشونو د کموالي په ضد اعتراض کړی او ټاکل شوې چې له دوی سره به ښوونکي، د اورګاډو چلوونکي او نور ملکي مامورین هم په اعتراض کې ورګډ شي.

دوی وايي چې په بریتانیا کې وسایل او مواد قیمت شوي‌ او د دوی اوسني معاشونه د ژوند د پرمخ بیولو لپاره کفایت نکوي.

د «بریتانیا طبي ټولنه» د دغه اعتراض تنظیموونکې ده. دې ټولنې په خپل کمپاین کې یو اعلان خپور کړی او ادعا یې کړې ده چې یو ډاکټر د یو کافي شاپ تر کارکوونکي هم کمه تنخوا اخلي.

په اعلان کې د یو کافي شاپ د شرکت نوم اخیستل شوی چې ویلي یې دي خپلو کارکوونکو ته به په ساعت کې ۱۴.۱۰ پونډه [۱۷.۱۳ ډالر] ورکوي،‌ خو د دغې ټولنې په خبره «یو نوی ډاکټر ته په ساعت کې ۱۴.۰۹ پونډه ورکول کېږي». په اعلان کې همدغه راز ویل شوي دي چې دا اونۍ به ډاکټران اعتراض کوي چې «د خپل ارزښت په اساس معاش ورکړل» شي.

په اعتراض کې تر ډېره نوي ډاکټران، چې ډېر مجرب او متخصص نه دي، شامل دي او دا د دوی تر ټولو اوږد اعتراض بلل کېږي.

په مرکزي لندن کې یوې اعتراض کوونکې ډاکټرې بیکي‌ باټس فرانس پرس اژانس ته وویل: «ما فکر کاوه چې په ډاکټر کېدو سره به په مالي‌ لحاظ په ځان بسیا شم، خو زه لا هم په دې برخه کې په نورو تکیه یم.»

نوموړې وویل چې د طب پوهنځي په لوستلو یې ۱۰۰زره پونډه لګولي او لا هم پوروړې ده او اوسنۍ تنخوا یې د موټر جوړولو لپاره هم کفایت نکوي.

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ به ښوونکي، د لندن د اورګاډو چلوونکي، د بي بي سي خبریالان او نور کارکوونکي هم کار ونکړي.

په بریتانیا کې د تیلو، خوراکي او نورو موادو د قیمتونو له لوړېدو وروسته، له تېر کال راهېسې مظاهرې روانې دي. تر دې مخکې نرسانو او د امبولانسونو کارکوونکو هم اعتراض کړی و.

د بریتانیا حکومت وايي چې دا هېواد د معاشونو په لوړولو سره د انفلاسیون مخه نشي نیولای، خو د اعتراض تنظیم کوونکي وايي چې د توکو د قیمتونو د لوړېدو او معاشونو د کموالي‌ له کبله له بریتانیا څخه استعدادونه او متخصصین په وتو دي.

XS
SM
MD
LG