د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې څه باندې ۳۸ زره ماشومان واکسین شوي ندي


د کونړ په ولایت کې له پولیو واکسینو څخه څه د پاسه ۳۸ زره ماشومان پاتې شوې او ډېر یې په هغو سیمو کې دي چې داعش پکې حاکم دي.

کونړ کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې ۳۸۷۰۰ ماشومان له واکسینو پاتې شوي

د کونړ د روغتیا ریاست کې د واکسینو پروګرام مشر ډاکټر محمد اسحاق امریکا غږ ته وویل هغو سیمو کې چې داعش ډله حاکمه ده د واکسینو پر وړاندې مخالفت زیات شوی دی.

هغه وايي همدا تیر کمپاین له۳۸۰۰۰ زیات ماشومان له واکسینو پاتې شوې دي.

ښاغلي اسحاق وړاندې وویل چې ډیرې هڅې یې وکړې چې داعش وسله والو ته قناعت ورکړې چې ماشومانو ته دګوزڼ ضد واکسین ورسېږي او کوچنیان دفلج له ناروغۍ وژغوري خو بریالي نه شول.

هغه زیاتوي " موږ دوه غونډې په نورګل کې وکړې، څوکۍ، وټه پور او نورو ولسوالیو کې وکړې هیله لرو چې دا پروسه به بریالۍ شي خو تر اوسه نه یو بریالي شوي"

دکونړ والي عبدالستار میرزکوال هم واييګڼې غونډې يې کړې چې خلک او هغه کسان چې ماشومانو ته دواکسینو دورکړي مخالفت کوي پدې وپوهوي چې واکسین له فلج څخه دماشومانو ژغورلو دپاره اړینه وقایه ده

هغه زیاتوي " په دې برخه کې موږ تدابیر لرو، موږ کسان استولي دي چې دا ستونزه حل کړه، داعش چې چرته دی نو بشري مرستې هلته نه پرېږدي، موږ په دې برخه کې کوشش کوو".

په کونړ کې له واکسینو پداسې حال کې دپاتو ماشومانو شمیر زیاتیږي چې اوسمهال په ټول هیواد کې دګوزڼ ۹ مثبت پيښې ثبت شوي چې چې پنخه يې په قندهار، دوه په کونړ یوه په ننګرهار او وروستۍ هغه په هلمند کېثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG