د لاس رسي وړ اتصالات

د "اباسین ځاځي" درې قاتلان نن کابل کې اعدام شول


د افغانستان د زندانونو ریاست وايي د اباسین د قتل پر جرم درې تنه نن د پلچرخي په ګارنیزیون کې نن سهار اعدام شول.
د افغانستان د زندانونو ریاست وايي د اباسین د قتل پر جرم درې تنه نن د پلچرخي په ګارنیزیون کې نن سهار اعدام شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیفځایونو عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه درې تنه نن اعدام شول، چې د اباسین ځاځي په نوم یو دیارلس کلن ماشوم یې د تښتولو وروسته وژلی وو.

د دغه ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې پر محمد عارف د عبدالله زوی، شاهین د اخترګل زوی او دادان لونګ د زمري زوی باندې د اعدام حکم نن سهار د پلچرخي په ګارنیزیون کې د عدلي او قضايي ادارو د استازو پر وړاندې تطبیق شو.

د پلچرخي د زندان رئیس جنرال تواب احمدزي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د دغو دریو تنو اعدام شوو د اعدام حکم توشیح کړی وو.

جنرال احمدزي وویل " نن سهار د افغانستان د محاکمو حکم چې جمهور رئیس هم توشیح کړی وو، پر دغو دریو تنو تطبیق شو".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیفځایونو عمومي ریاست، هم په یوه اعلامیه کې چې د دغه ریاست د فیسبوک پر رسیمي پاڼه خپره شوې، ویلي، چې دغو دریو تنو ته د افغانستان درې ګونو محکمو د اعدام سزا اورولې وې او د افغانستان جمهوررئیس هم د هغوی د اعدام سزا توشیح کړې وه.

دیارلس کلن اباسین ځاځی د ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د سلواغې د میاشتې په درییمه د د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې څخه سړي تښتوونکو د پیسو لپاره تښتولی وو، چې نږدې پنځه میاشتو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته یې په ډیرې بې رحمۍ وژلی وو.

پولیسو د ۱۳۹۵ کال د غوایی په میاشت کې د هغه مړی، د خاک جبار په ولسوالۍ کې موندلی وو.

هغه مهال د سړي تښتونکو سره په بند کې د اباسین د ساتلو او ورته د شکنجې د ورکولو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ویډیو خپره شوې وه، چې په افغانستان کې د سړي تښتونکو پر وړاندې یې پراخه غبرګونونه راپارولي وو.

د افغانستان په قوانینو کې د اعدام سزا شته، د دغه هیواد د عدلي او قضایي ادارو د معلوماتو له مخې په تیرو اولسو کلونو کې شاوخوا اته سوه بندیانو ته درې ګونو محکمو له خوا د اعدام سزا غوښتل شوي، خو په دغه موده کې په کم شمیر بندیانو باندې د اعدام سزا تطبیق شوې ده.

افغان حکومت د دې علت د اعدام سزا په برخه کې زیات دقت ګڼي او وايي، چې د محکمو له خواد اعدام پر سزا د محکومو شوو بندیانو دوسیې ډیرې په غور څیړل کیږي.

د پلچرخي زندان چارواکي وايي، چې د دغو دریو تنو وړاندې په روان کال کې پر پنځه تنو نورو باندې هم د اعدام سزا تطبیق شوې ده.

XS
SM
MD
LG