د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې پر کلینیک برید ۳ روغتیایي کار کوونکي وژلي


په افغانستان کې د ښکیلو غاړو په جګړو کېروغتیايي کلینیکونو او ښوونځیو ته زیان رسیږي.
په افغانستان کې د ښکیلو غاړو په جګړو کېروغتیايي کلینیکونو او ښوونځیو ته زیان رسیږي.

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکو له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې تیره شپه( چنګاښ ۱۸ مه) په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د درې روغتیایي کارکوونکو او یو بل ملکي وګړي وژل کیدل تائید کړي دي.

د دایمیرداد ولسوال فضل الرحمان رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د طالبانو د روغتیايي چارو مسول، د کلینیک د لابراتوار مسول، د کلینیک ساتونکی او د یو ناروغ پایواز وژل شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل:"دا ساحه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، افغان امنیتي ځواکونه د هوا له لارې تللي د روغتون سره ښکته شوي او د طالبانو د روغتیايي چارو د مسول سربیره د لابراتوار مسول، یو ساتونکی او یو پایواز یې وژلي دي".

د دایمیراد ولسوال وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه کلینیک یو ډاکټر هم د برید وروسته له ځان سره وړی دی.

د میدان وردګ ولایتي، چارواکي په دغه شپنیو عملیاتو کې د څو تنو ناروغانو او د هغوی د پایوازانو د ټپي کیدو په اړه خپاره شوي راپورنه نه رد او نه تائیدوي او وايي، چې د پیښې ځای د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نو ځکه دوی د دغو راپورونو سپیناوی نشي کولی.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، چې په دې عملیاتو کې د دایمیرداد د کلینیک دوه کارکوونکي وژل شوي او افغان ځواکونو د دغه کلینیک یو ډاکټر هم له ځان سره وړی دی.

ښاغلي شریفزي وویل:"د کشفي ارګانونو څخه، چې مونږ معلومات ترلاسه کړي د کلینیک دوه کارکوونکي وژل شوي او هم د طالبانو یو روغتیایي کارکوونکی وژل شوی دی".

خو د سید رحمان په نوم د سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې په دې عملیاتو کې په کلینیک کې د بستر د یو ناروغ په ګډون څلورتنه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه وویل، چې افغان ځواکونو په عملیاتو کې څو دکانونه ته هم زیان رسیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په میدان وردک او بغلان ولایتونو کې ملکي وګړو ته د سر د سریدلي زیان د ادعاوو په اړه پلټنې کوي.

دا دوهم ځل دی، چې پر دغه کلینیک باندې عملیات کیږي، دوه کاله وړاندې هم پر دغه کلینیک باندې بمباري شوې وه، چې له امله یې په کلینیک کې بستر څو ناروغانو او د کلینیک روغتیایي کارکوونکو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې افغان او امریکايي ځواکونو تیره شپه د میدان وردګ ولایت د چک په ولسوالۍ کې د تنګي سیدان په سیمه کې پر یو روغتیايي کلینیک باندې برید کړی، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغان ځواکونو په دغه برید کې د وحیدالله په نوم یو افغان ډاکټر هم له ځان سره وړی دی.

XS
SM
MD
LG