د لاس رسي وړ اتصالات

هوايي برید کونړ کې د داعش ډلې درې قوماندان وژلي


د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې درې جګپوړي قوماندانان وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان د یکشنبې په ورځ د«لېندۍ پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د مټینې په نوم سیمه کې شوي دي.

هغه وویل چې په دغه عملیاتو کې مولوی محمد لایق، محمد حکیم او محمد سعید چې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې جګپوړي قوماندانان وو وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په دغو عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوایي ځواک هم مرسته کوله.

د کونړ د ولایت مقام ویلي چې دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په تېرو درو ورځو کې په کونړ کې د افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو دوهم برید دی چې تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې جمعې په شپه د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې هم د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال تر ۲۰ پورې د طالبانو او لقاعده شبکې وسله والو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.

​د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رویټرز آژانس ته ویلي چې په دې عملیاتو کې د القاعده شبکې څلور غړي، ابوحمزه، عمرالبدر، یاسین، عاصم او همداشان د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان شریف معاویه په ګډون ٣٨ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

ښاغلي میرزکوال ویلي چې دوی په دې اړه خبر شوي چې په شلتن کې د پوځي عملیاتو پر مهال څو تنه ملکي وګړي هم وژل شوي خو زیاته کړې ده چې سیمې ته د څېړنو لپاره د دوی پلاوی رسېدلی دی.

د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي عبدالطیف فضلي بیا رویټرز اژانس ته ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۰ ملکي‌وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما هم پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په شلتن کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه څېړي.

​د ناټو د قاطع ماموریت یوې ویاندې ویلي چې د کونړ د دغې پیښې پر وخت هوایي حملې دغه ماموریت نه ده کړې، خو د افغانستان د دفاع وزارت ددغې پېښې په هکله سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG