د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې درې تنه وژل شویدي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي د سړک غاړې د بم په یوې چاودنې کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي چې دوه یې ماشومان او دریمه یې یوه میرمن وه.

د پولیسو یو چارواکي مجیب الرحمان د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه شنبه اګست ۲۴ ( وږې درییمه) د بلوچستان ولایت د پښین په ښار کې د پولیسو یو دفتر سره نږدې شویده.

د پولیسو دې چارواکي ویلي چې په ټپي شویو کې پولیس او په لاره تیریدونکي عام خلک شامل دي چې یو شمیر یې ښه کاري ټپي شوي او د کوټې ښار عمومي روغتون ته وړل شویدي.

ښاغلي رحمان ویلي چې بم له لیرې په کنټرول کیدونکې وسیلې چاودل شوی او دا چې د پیښې په هکله د دوي پلټنې روانې دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې او پولیسو یې هم ملامتي په چا نده اچولې.

خو ښایي ملامتي به یې په بلوڅ بیلتون غوښتونکو واچول شوي چې د کالونو راهیسې د پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په خاطر وسله واله مبارزه کوي او پدې تیرو څو میاشتو کې یې بریدونو ته زور ورکړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا چاودنه غندلې او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې ددې چاودنې عاملین "د دې مستحق ندي چې انسان ورته وویل شي".

ښاغلي نقوي په اعلامیې کې پرته لدې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي دا هوډ هم څرګند کړی چې د "ترهګرۍ پر ضد به تر هغې جګړه روانه وي تر څو چې له منځه نه وي وړل شوي".

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په دې وروستیو کې په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یې ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ۱۲۴ نور یې سخت دریځه وسله وال دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پېښو ۸۷ فیصده او ۹۲ فیصده مرګ ژوبله د پاکستان په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ویلي چې د روان۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې د دوی زیاتره بریدونه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG