د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۱ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په بلخ، سمنګان، هرات او کاپیسا ولایتونو کې د کرونا ویروس (Covid-19) د څلور نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

د یادو تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر یوولسو ته ورسېد.

تر دې مخکې د کرونا ویروس شپږ مثبتې پېښې په هرات، درې سمنګان او یوه یوه مثبته پېښه په بلخ او کاپیسا کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن شنبه «کب۲۴مه» ویلي:"تر دا مهاله د کرونا ۱۸۱مشکوکې نمونې په لابراتوارونو کې ټسټ شوي دي چې ۱۱ یې مثبتې وې او د(پروان، پکتیا او دایکندي) ولایتونو په ۱۷۱نورې منفي ثابتې شوې."

مایار وايي چې ۵۲ نورې مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې دي چې نتیجه به یې وروسته معلومه شي.

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،د کرونا ویروس مثبتو پېښو ثبتېدو ته په کتو اړتیا ده چې پر احتیاطي تدابیرو جدي تمرکز وشي.

ښاغلي غني نن شنبه «کب۲۴مه» ویلي چې کرونا ویروس نړۍ ته جدي خطر متوجه کړئ چې په وینا یې افغانستان هم له دغه ویروس څخه خوندي نه دی.

هغه ویلي: "د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري او پاملرنه ډېره مهمه ده، د ګڼې ګوڼې مخه نیول، روغتیايي لارښوونې په نظر کې نیول او نور مهم مسایل کولای شي د کرونا ویروس د پراخېدو مخه ونیسي."

د افغانستان د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په کرونا ویروس ټول اخته شوي کسان د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو راستنېدو بهیر ګړندی شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ شاوخوا ۴۰زره افغان کډوال له ایران د هرات او نیمروز بندرونو له لارې هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG