د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان مشرانو لوڼې او په دوبۍ کې د کشمش رستورانت


له ښې خوا نه چپ لور ته - حمیرا ناصر ضیا، ایمان ناظمي او فاطمه رباني
له ښې خوا نه چپ لور ته - حمیرا ناصر ضیا، ایمان ناظمي او فاطمه رباني

د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې د کشمش د رستورانت دروازه او دیوالونه یې د افغانستان په فرهنگي او لاسي اثارو ښکلي شوي. ددې رستوانت د یوې بنسټ ایښونکې فاطمه رباني وايي د کسب و کار تر څنگ، د دوې هدف دا دی چې د افغانستان بډایه فرهنگ خلکو ته وروپیژني.

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني د لور فاطمه رباني سربیره، د سید احمد گیلاني لمسۍ ایمان ناظمي او حمیرا ناصر ضیا هم پدې رستورانت کې ونډه لري.

د کشمش رستوران داخلي انځور
د کشمش رستوران داخلي انځور

فاطمه رباني د عربي متحده اماراتو د خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د خپلو دوو تجارتي شریکانو سره غوښتل د افغانستان لپاره یو کار وکړي چې پدې ترڅ کې ددغه رستورانت د جوړولو فکر رامنځ ته شو.

د فاطمه رباڼي په وینا د کشمش رستورانت خپلو مشتریانو ته افغاني سنتي خواړه وړاندې کوي. د محلي ډوډیو نه نیولې تر هغو خوړو پورې د دوی په مینو کې شته چې د افغانستان په ښارونو کې د سړک په غاړه خرڅیږي.

د کشمش په رستوران کې ډول ډول افغاني عذاگانې مشتریانو ته وړاندې کیږي
د کشمش په رستوران کې ډول ډول افغاني عذاگانې مشتریانو ته وړاندې کیږي

په پوره اندازه خواړه چې ددې رستوانت هر مشتري ته برابریږي د فاطمه رباني په وینا د مشتریانو د جلب په خاطر نه بلکه د افغانانو د میلمه پالنې او سخاوتمندۍ په خاطر دي.

د خلیج ټایمز ورځپاڼه د فاطمه رباني له قوله لیکي چې "په اوس وخت کې افغانستان ته تگ او هلته ژوند کول ښایي مونږ ته محتمل نوي ... که چیرته هلته وای ښایي پر مونږ به محدودیتونه لگیدلی وای. خو هیله لرو چې یوه ورځ وکړای شو د (کشمش رستورانت) څانگې په کابل کې پرانزو".

XS
SM
MD
LG