د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو دوو ورځو کې امریکا کې په ډزو کې د مرګ ژوبلې درې پیښې شوي


پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې یکشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) د حضرت عیسی ع د بیرته ژوندي کیدو ورځ یا ایسټر لمانځل کیده، د دې هیواد په څو ایالاتونو کې د ډزو ۳ پیښې شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې ټپي او وژل شوي.

تازه پیښه یې یکشنبې د شپې ناوخته د جنوبي کاریلونا ایالت د همپټن په ولسوالۍ کې وشوه. دلته د نڅا په یو کلب کې په ډزو کې لږ تر لږه ۹ کسان ټپي شول.

پولیسو د پیښې په هکله تحقیقات پیل کړي.

تر دې وړاندې د پنسلوانیا ایالت د پیټسبرګ په ښار کې ۲ کمکي ځوانان هغه وخت ووژل شول او لږ تر لږه ۸ نور ټپي شول چې په یوې میلمستیا کې ډزې وشوې.

د سیمې د پولیسو مشر سکاټ شوبرت د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل چې په میلسمتیا کې سل ګونه خلک راټول شوي او ډیری یې تنکي ځوانان و.

پولیس وایي چې ډزې د لفظي شخړو څخه وروسته د شپې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو وشوې.

د پنسلوانیا په ایالت کې د ډزو د دې پیښې څخه یوه ورځ وړاندې د شنبې په ورځ د جنوبي کاریلونا ایالت په یو مغازې کې هم چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، ۹ کسان په ډزو کې ټپي شول او ۵ تنه نور چې غوښتل یې د پیښې د ځای څخه وتښتي، ژوبل شول.

د دې ایالت په مرکز کولمبیا کې پولیسو ویلي چې د پیښې په تړاو یې مشکوک شخص نیولی چې ۲۲ کاله عمر لري او جیواني ایم پرایس نومیږي.

پولیسو د ډزو څخه وروسته ۳ تنه چې شک پرې کیده په مغازې کې یې ډزې کړي، ونیول خو وروسته څرګنده شوه چې اصلي برید کوونکی ایم پرایس و.

د ایسټر د رخصتیو په ورځو کې د ډزو د دې دریو پیښو څخه وړاندې تیره اووني یو شخص د نیویارک ښار په اورګاډي کې دننه په خلکو ډزې وکړلې او ۵ تنه یې ټپي کړل.

پولیسو د ډزو څخه یوه ورځ ورسته یو تن چې شک پرې کیده ډزې یې کړيدي، ونیوه.

د دې پیښو سر بیره د همدې میاشتې په سر کې د کالیفورنیا ایالت د سکرمنټو په ښار کې هم ۶ تنه هغه وخت ووژل شول او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپي شول چې د جنایي ډلو تر منځ جګړه شوه او په یو بل یې ډزې وکړلې.

د وسله وال تاوتریخوالي په هکله په متحده ایالاتو کې میشت د یو غیر دولتي سازمان د ارشیف د شمیرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر ۱۷ پورې په ټوله امریکا کې په وسله وال تاوتریخوالي ۱۳۸ پیښې شوي دي.

XS
SM
MD
LG