د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې درې ځانمرګي نیول شوي چې یو یې بهرنی دی- چارواکي


د ننګرهار ولایت چارواکو دا درې بریدګر چې مخونه یې پټ وو، نن په یو خبري کنفرانس کې خبر یالانو ته وروپیژندل.
د ننګرهار ولایت چارواکو دا درې بریدګر چې مخونه یې پټ وو، نن په یو خبري کنفرانس کې خبر یالانو ته وروپیژندل.

د ننګرهار په ولایت کې هغه درې ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي چې د چارواکو په خبره د موټر بم په وسیله یې غوښتل د ښار په یوه ګڼه ګوڼه کې ځانونو او موټر والوزوي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل او نورو چارواکو د ملي امنیت په اداره کې دغه درې واړه بریدګر او له چاودېدونکو توکو ډک موټر رسینو ته وښودل او ویې ویل"د ملي امنیت بیدارو او زړورو منصبینو دغه کسان تعقیب کړل او د تېرې جمعې په ورځ یې د درېیمې ناحیې په یو پارکنینګ کې ونیول".

د ننګرهار والي وویل چې په بریدګرو کې یو یې د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د "کوټې" دی، دویم یې د کندهار او درېیم یې د لغمان اوسېدونکی دی او په پاکستان کې د "سجاد په نوم یو کس دوی ته رهنمايي کړې" او افغانستان ته یې د برید لپاره رالېږلي دي.

ښاغلي منګل وویل" یونیم سل کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په دغه موټر کې ځای پر ځای شوي دي چې یوازې سل کیلوګرامه یې د موټر "ډیګۍ"کې د موټر د ګازو په لویه ډبه کې ځای پر ځای شوي وو او نور یې د موټر په سیټونو او دروازو کې".

د ننګرهار والي وویل زیاته کړه چې لومړي بریدګر غوښتل د چاودېدونکو توکو واسکټ وچوي، وروسته چې خلک راټول شي نو دوه نور بریدګر به موټر ته چاودنه ورکړي او یوه لویه عام وژنه به رامنځ ته کړي، خو خوشبخاته مخه یې ونیول شوه.

لا معلومه نه ده چې نیول شوي کسان طالبان دي که د کومې بلې اورپکې ډلې غړي، او نه هم هغوې ته اجازه ورکړل شوه چې له رسنیو سره په ازاد ډول خبرې وکړي. طالبانو هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG