د لاس رسي وړ اتصالات

ټیک ټاک د ویډیوګانو په کتلو او خوښولو د جایزو پروګرام لغوه کړ


د ټیک ټاک د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام "روږدوونکی" بلل شوی.
د ټیک ټاک د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام "روږدوونکی" بلل شوی.

د ټیک ټاک او اروپايي اتحادیې چارواکو د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) وویل چې دغه ټولنیزې شبکې د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام له منځه وړی دی.

اروپايي اتحادیې نیوکه کړې وه چې دا پروګرام په کاروونکو باندې "روږدوونکې" اغیزې لري.

د "ټیک ټاک لایټ" په نوم اپلیکېشن د اپریل په میاشت کې په فرانسه او هسپانیا کې کار پیل کړی و. پدې اپلیکېشن کې له ۱۸ کلونو څخه د زیات عمر لرونکو کاروونکو د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې جایزې ترلاسه کولې.

د اروپايي اتحادیې د داخلي بازار کمېشنر تېري بریټن وویل: "موږ د ټیک ټاک لایټ د جایزو پروګرام د دایمي بندولو ضمانت ترلاسه کړی دی."

ټیک ټاک لایټ د ټیک ټیک اپلیکیشن سپکه بڼه ده چې په کمزوري انټرنیټ هم کار کوي. د اروپايي اتحادیې چارواکو نیوکه کړې وه چې دا پلیکیشن کاروونکي روږدي کوي.

د اروپايي اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټیک ټاک ورسره ژمنه کړې چې دا اپلیکیشن تړي او په راتلونکي کې به د اتحادیې په ۲۷ غړو هېوادونو کې دې ته ورته نور اپلیکیشنونه نه پرانیزي.

اروپايي اتحادیې ددغه اپلیکیشن د "روږدوونکو" اغیزو په اړه د اپریل په میاشتې کې پلټنې پیل کړې وې. د اتحادیې چارواکو ویلي چې ددغه اتحادیې د ډیجیټلي خدماتو له قانون څخه سرغړونه غټه جریمه لري.

د اروپايي اتحادیې مرستیالې مارګریت ویستاګر وویل: "موږ به له قانون څخه د ټیک ټاک پیروي په غور سره ګورو. د نن ورځې پرېکړه نورو ټولنیزو شبکو ته هم پیغام رسوي."

ټیک ټاک تائید کړې ده چې د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام یې په دایمي توګه ځنډولی دی.

د ټیک ټاک یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "موږ تل غواړو له اروپايي اتحادیې او نورو مسئولو ادارو سره رغنده اړیکې وپالو. ټیک ټاک خوښ دی چې پدې اړه یوې ښې پرېکړې نه رسیدلی دی."

د ټیک ټاک په اړه د فبروري راهیسې پیل شویو جلا پلټنو کې، پر دغې ټولنیزې شبکې تور دی چې پر ځوانانو باندې د منفې اغیزو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.

ټیک ټاک د متحدو ایالتونو د کانګرس د هغه پرېکړې په خلاف دعوه کړې چې له دغه ټولنیزې څخه یې غوښتي چې که تر راتلونکي کال پورې له خپل چینايي مالک بایټ ډانس شرکت څخه جلا نشي نو په امریکا کې به بندیر ورباندې ولګیږي.

متحده ایالاتو تېره اونۍ تور پورې کړ چې ټیک ټاک اپلیکیشن د ماشومانو په اړه معلومات د هغوی د میندو او پلرنو له رضایت پرته ټولوي. ټیک ټاک دغه تور رد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG