د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري بحران د سمبالولو لپاره همغږو هڅو ته اړتیا ده


ملګري ملتونه وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمیر د ۲۰۱۹ پرتله پنځه ځلې زیات دی.
ملګري ملتونه وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمیر د ۲۰۱۹ پرتله پنځه ځلې زیات دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د عملیاتو د چارو مشرې ادیم ووسورنو په افغانستان کې د بشري بحران د وضعیت د سمبالولو او د اړتیاو د پوره کولو لپاره په همغږو هڅو ټینګار کړی.

اوچا په افغانستان کې د مرستو رسولو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنیدو کې د زیاتوالي له امله په دغه هیواد کې بشري بحران زیات شوی دی.

دا راپورچې د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸( زمري اووم) خپور شوی افغانستان ته د بشري مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ددغې چارواکې سفر ته په اشارې ویلي چې د چاپیریال ساتنې د ګواښونو، د هغې له ډلې د حرارت لوړیدل، بارانونه، دوامداره وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې د کرهڼیزو ځمکو د بیاباني کیدو سبب ګرځي او هرکال پرله پسې سیلابونه زرګونو خلکو ته زیان رسوي.

ددې راپور له مخې افغانستان د سخت بشري بحران د دوام سره مخامخ دی او په دې هیواد کې ۲۳.۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې شمیر کې ۱۲.۴ میلیون کسان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخ دي او نږدې نیمايي نفوس شاوخوا ۴۸ فیصده د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

اوچا ویلي چې میرمن ادیم ووسورنو د مې د میاشتې له ۱۱ څخه تر ۱۵ پورې افغانستان ته د سفر پر مهال په دغه هیواد کې بشري وضعیت وارزوه او د بشري مرستو د شریکانو او د طالبانو د حکومت د چارواکو سره یې د افغانانو د بیړنیو اړتیاو په اړه خبرې اوبحثونه وکړل.

میرمن ادیم ووسورنو کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف سره په کتنو کې پر افغانستان د اقلیم د بدلون د اغیزو او هم لومړنیو انساني مرستو ته د بشري مرستو د بدلولو په ټړاو خبرې کړي دي.

د اوچا د عملیاتود چارو مشرې هرات ولایت ته چې تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې سختو زلزلو ځپلی په سفر کې د دغه ولایت د انجیل له ولسوالۍ ته ولاړه او د زلزله ځپلو ښځو د یوې ډلې سره یې خبرې وکړې.

میرمن ادیم ووسورنو ویلي: " افغانستان کې بشري وضعیت ماتیدونکی او ډیر نازک دی. په روان کال کې ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د ۲۰۱۹ پرتله پنځه ځلې زیات شمیر دی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو دغې چارواکې ټینګار کړی چې مرستو ته اړ اکثره کسان ښځې او نجونې دي او له ۱.۴ میلیون څخه زیاتې نجونې مخامخ د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د زده کړو څخه د محرومیدو له امله زیانمنې شوي دي. هغې دا "یوه ستره اندیښنه" یاده کړې ده.

میرمن ادیم ووسورنو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار باندې محدودیت ته اشاره کړې او ویلي دي چې دغه بندیزونه په ډیر سخت عملیاتي چاپیریال کې د لا پیچلتیا سبب شوي دي.

د اوچا د ادارې دغې چارواکې ویلي چې افغانستان د یو ډیر حساس پړاو کې ولاړ دی، د نړیوالې ټولنې غړي باید سره متحد شي او د افغاسنتان د خلکو د لا کړیدو د مخنیوي لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG