د لاس رسي وړ اتصالات

سیما بحوث: افغان میرمنې باید د افغانستان د راتلوونکې برخه اوسي


د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشره سیما بحوث
د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشره سیما بحوث

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشرې سیما بحوث په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځینه سینګارتونونو د بندیدو اقدام ته په غبرګون کې د طالبانو دا اقدام د عام ژوند څخه د ښځو حذفولو یوه بله هڅه ګڼلې ده.

په ملګروملتونو کې د ښځو د چارو دغې لوړپوړې چارواکې د جمعې په ورځ ناوخته جولای اووم (چنګاښ ۱۶) د خپل ټویټر په پاڼه د طالبانو د حکومت دا اقدام په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه یو بل شاته تګ یاد کړی دی.

میرمن بحوث ویلي: " افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو بندیدل د ښځو د حقونو پر وړاندې یو شاته تګ دی او د عام ژوند څخه د ښځو د حذفولو په برخه کې یوه بله هڅه ده. ښځې باید د افغانستان د راتلوونکي برخه اوسئ".

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي امر له مخې په ټول افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو خاوندانو ته خبر ورکړ، چې د یوې میاشتې په موده کې دې خپل فعالیتونه بند کړي.

ددې دمخه افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د جولاۍ څلورمه (سرطان۱۴) په یوې اعلامیې کې وویل: "موږ په واکمنو مقاماتو غږ کوو چې د سنګارتونونو د تړلو په اړه فرمان بیرته واخلي. د ښځو په حقونو باندې دا نوی بندیز په اقتصاد باندې منفي اغیز کوي او د ښځینه متشبثینو سره د اعلان شوي ملاتړ خلاف دی".

افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د دې پرېکړې په هکله ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان نور هم له انزوا سره مخ کړی.

میرمن امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: ''د ښځو په سينګارتونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو د کار لپاره یو بل مُهم ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي. له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي، او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې ډیر منزوي شوي ځای اړوي."

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولای شپږم( چنګاښ ۱۵) رسنیو ته په یوه استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د سینګارتونونو ځینې فعالیتونه د شرعي ستونزو ترڅنګ د کورنیو لپاره ددغو سینګارتونونو د خدمتونو مصارف هم ملاماتوونکي و.

ښاغلي عاکف ویلي: "یو دا چې د هیواد په دغه ناوړه اقتصادي حالت کې هلته ډیر اصراف و او د ځلمي په کور باندې ډیر زیات بوج و، چې پیسې ترې اخیستل کیدلې او دوییم دا و،چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده، چې د یو انسان لپاره د نورو ویښتان د زینت لپاره لګول کیږي هلته ښځو ته نور ویښتان لګول کیدل او درییم دا چې هلته د ښځو وریځې ایستل کیږي، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی".

همداشان ددغه وزارت ویاند ویلي، چې په سینګارتونونو کې د ښځو د اودس لپاره مناسب ځای هم شتون نه درلود.

د طالبانو حکومت ددې پریکړې وروسته د ښځینه سینګارتونونو ځینو مالکانو اوړمه ورځ کابل کې په یوه احتجاجي غونډه کې ددې پریکړې سره مخالفت وښود او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل، چې خپله پریکړه دې بیرته واخلي.

د حنا په نوم د یو شینګارتون مالکې میرمن اتینا هاشمي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې ددغه بندیز له امله به نه یوازې دا خپل کاروبار له لاسه ورکړي، بلکې د میرمن هاشمي په وینا دده سربیره به ډیرې بې وزلې او مرستو ته اړې شاوخوا پنځوس ښځې هم د عاید د ترلاسه کولو وسیله له لاسه ورکړي.

میرمن هاشمي وویل، چې په کابل او مزارشریف کې د حنا په نوم په شینګارتونونو تر څلور سوو زرو امریکايي ډالرو پانګونه کړې وه.

میرمن هاشمي وویل، چې دوی نه یوازې ښځو د سینګار په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، بلکې د حفظ الصحې او روغتیا په برخه کې هم ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي.

طالبانو نږدې دوه کاله کیږي، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې کړي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض یاد کړی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتني کړي دي .

طالبان وايي پرېکړې یې د "شریعت او افغان فرهنګ" په اساس دي، خو یو شمېر اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترې غوښتي چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

تراوسه په دقیق ډول څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت ددې اقدام څخه به څومره ښځې د اقتصادي پلوه زیان وګوري، خو د افغانستان د ښځینه سينګارتونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، چې په ټول افغانستان کې تر ۱۲ زرو پورې ښځینه سينګارتونه فعالیت کوي، چې له دریو زرو څخه زیات یې یوازې په کابل کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG