د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو له عمران خان سره پر افغانستان غږیږي


د پاکستان صدراعظم عمران خان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د پاکستان صدراعظم عمران خان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د باندنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز اسلام آباد ته تللي چې د پاکستان د نوي حکومت له مشرانو سره پر اړیکو وغږیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزارت مقاماتو د اسیا جنوب ته سفر پیل کړی چې عمده هدف یې پر پاکستان او هند باندې فشار راوړل دي چې دغه دواړه هیوادونه د افغانستان د ثبات لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ نه جدي ملاتړ وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزوف ډانفورډ به لومړی پاکستان ته لاړ شي او د پاکستاني مقاماتو سره به وگوري.

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي پداسې حال کې اسلام آباد ته ځي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په تیر یو کال کې نورې هم خړې پړې شوې دي او د جمهور رئیس ټرمپ ادارې پاکستان ته شاوخوا ٨٠٠ میلیون ډالر مرستې ځنډولي او یا هم بندې کړې دي.

په یو وروستي اقدام کې تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان پوځ ته ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته بنده کړه او د هغې دلیل یې د ترهگرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان پاته راتلل وگڼل. د افغانستان حکومت د امریکا ددغه اقدام هر کلی کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا ددې اقدام په غبرگون کې په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي دي چې دا هغه پیسې دي چې پاکستان د ترهگرۍ ضد په جنگ کې مصرف کړیدي "... دا مرستې نه وې، دا زمونږ پیسې وې چې مونږ د سیمې د امنیت د ټینگولو لپاره مصرف کړیدي او دوي دغه پیسې مونږ ته بیرته راکولې."

د رویترز اژانس په حواله ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ (اګست۳) وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره به په اسلام آباد کې پاکستان سره د امریکا د مرستو د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزارت د طالبانو او حقاني شبکې په گډون د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتو کې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هیواد ته مرستې بندې کړي دي. خو د پاکستان حکومت تل ویلي چې دوی پخپله د ترهگرۍ ښکار دي او د هغې په وړاندې جدي مبارزه کوي.

یو شمیر امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د کړکیچ سره سره واشنگټن لا هم د افغانستان په جگړه کې د اسلام آباد ملاتړ ته اړه ده.

پاکستان ته له سفر وروسته ټاکل شوې چې د امریکا د پوځ لوی درستیز هند ته لاړ شي او هلته به د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره یوځای د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، او د هغه هیواد دفاع له وزیر نرمال سیتارامان سره د افغانستان د ثبات په هکله دوه اړخیزه غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG