د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن - تورخم لارې سوداګرۍ او ترانزیټ ته خلاصي شوې


له افغانستان سره د چمن - تورخم لویې لارې نن جمعه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې.

د دواړو لورو د هوکړې له مخې ټاکل شوې دغه لارې په اونۍ کې د درې ورځو لپاره دوشنبه، چهارشنبه او جمعه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د موټرو پر مخ خلاصوې.

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم ویلي چې د یادو لارو په بندېدو سره افغان سوداګرو ته زیاتې ستونزې پیدا شوي وې او د ځینو توکو بیې هم لوړې شوي وې چې په بېرته پرانیستلو سره یې به دغه ستونزه تر یوه ډېره هواره شي.

د سوداګرۍ وزارت همدرانګه وايي چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو دبند پاتي کانټېنرو د را انتقال لپاره یې یو میکانیزم هم رامنځته کړی چې د اقتصاد عالي شورا له خوا هم تائید شوی دی.

یاد وزارت زیاتوي چې د همدې میکانیزم له مخې به د چمن - تورخم لارې په اونۍ کې د درې ورڅو لپاره د سوداګریزو اموالو د انتقال پر مخ خلاصي وي.

پر همدې مهال د ننګرهار ولایت چارواکي هم نن جمعه د لویو بار وړونکو موټرو پرمخ د تورخم لارې د خلاصېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار چارواکو که څه هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې نن څومره موتر را اوښتي، خو وايي چې په یادو ورځو کې به په پاکستان او پښتونخوا کې په خوراکي موادو او نورو توکو بار بند ۱۰زره کانټېنر افغانستان ته ورسېږي.

د کندهار چارواکي هم وايي چې د سپین بولدک او چمن دروازه نن د بار وړونکو لاریو پر مخ خلاصه شوې، خو د ځینو اختلافاتو له کبله لوی باروړونکي موټر سپین بولدک ته نه دی داخل شوي.

د سپین بولدک سرحدي کمیسار ډګروال شریف غرزي امریکا غږ ته وویل چي دوی د پاکستاني لوري سره د کړي هوکړې له مخې دروازه پر خپل وخت پرانیستې، خو تر اوسه هیڅ موټر له چمن څخه سپین بولدک ته نه دی داخل شوی.

خو سوداګر وايي چې ستونزه د لارۍ چلونکو پر سر راپورته شوې. د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې رئیس حاجي صدیق الله امریکاغږ ته وويل چې دروازه سهار پر ۷ بجو پرانیستل شوې او دوی خپل ټول چمتووالی ورته نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه:"موږ هر څه په میکانیزم کې سره واضع کړي چي افغان چلوونکی به چې د مشهورو ترانسپورتي شرکتونو اړوند دي له پاکستاني چلونکي څخه موټر تسلیموي او بار به يې تر ۲ ساعتونو په ګمرک کې کښته کېږي او موټر به بیرته پر دروازه پاکستاني موټر چلوونکي ته سپارل کیږي خو پاکستاني لوري تر اوسه پوري عملي کار نه دی پيل کړی او ستونزه هم د دوی لوري ته ده موږ ورسره کوم مشکل نلرو"

د سپين بولدک د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې له چمن څخه بیا تر کراچۍ بندر پوري د افغان تجارانو ۸ زره لارۍ د لارې خلاصون ته منتظر پاتې دي.

دغه راز له چین څخه په تجارتي توکو بار دوې کښتۍ هم پر لار دي چې د هغوی سره يې شمېر ۱۶ لاریو ته پورته کیږي.په دغو لاریو کې سبزي او تازه میوې، اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي او دغه راز ځيني نور تجارتي اموال شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د بشري خواخوږۍ له مخې به په اونۍ کې ۳ ورځۍ د افغان اموالو پر مخ د چمن او تورخم لار پرانیستې وساتي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG