د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د تیرې شپې راهیسې وضعیت ارام دی


نن په جلال اباد کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو سرتیري د ښخولو په مراسمو کې په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه
نن په جلال اباد کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو سرتیري د ښخولو په مراسمو کې په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه

په داسې حال کې چې تورخم کې د تیرماښام راهیسې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د دویم ځلي جګړې وروسته وضعیت ارام دی، نن په جلال اباد کې زرګونوکسانو دتورخم په جګړه کې د یو وژل شوي سرتیري جنازه کړې ده.

دننګرهار ولایت د تورخم په ښارګوټي کې نن سهار وضعیت ارام ښودل شوی خو لا هم د سرحد په دواړو خواو کې افغان او پاکستاني ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.

د دغو جګړو وروسته د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.

د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ دویم ځلي جګړه، تېره ورځ د مازیګر په څلوربجو پیل شوه، چې د ماښام په اوو بجو پای ته ورسیده.

د پولیسو درستیزوال محمد ایوب حسین‌خېل امریکا غږ ته وویل، چې جګړه د مازیګر په څلورو بجو پیل شوې وه او ماښام اوه بجې ارامه شوې چې په ترڅ کې یې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دولس نور زخمیان دي. سرچینې ویلي چې د پاکستان په غاړه کې هم تلفات شته دی.

پاکستان پوځ امریکا غږ ته د تیرې ورځې دوهم ځلې جګړه تائید کړه خو په جګړه کې د دغه هیواد ځواکونو ته د تلفاتو په باب څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ د اوړمې شپې په جګړه کې د خپل یو منسوب ټپي کیدل تائید کړي دي.

په پاکستان کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې دا ټپي شوی منسوب جګړن وو چې د تورخم په جګړه کې د اخیستو ټپو له امله یې نن په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاکستان پوځ رسنیو ته یوه نقشه استولې چې په کې د تورخم په ښارګوټي کې د دروازې د ایښودلو ځای د پاکستان خاوره ښودل شوې ده.

د تورخم د سرحد په هغه خوا کې د لنډي کوتل په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې پاکستان پوځ په دغه سیمه کې افغانستان سره سرحد ته نږدې خپل ټانکونه ځای په ځای کړي دي.

د تورخم جګړه د پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا د کرښې په اوږدو کې د جوړېدونکې دروازې د جوړېدو پر سر شوې چې تر اوسه پکې دوه افغان سرحدي پولیس وژل شوي او اتلس نور زخمیان شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې د تورخم په ښارګوټي کې دوه ماشومان هم د پاکستاني پوځ په ګولیو لګیدلي او وژل شوي دي.

جګړه کې د وژل شوو سرتیرو درناوی

نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد ښار دعیدګاه په جومات کې د ختیځو ولایتونو په زرګونو اوسیدونکو د هغه سرتیري جنازه وکړه چې بیګا ماښام په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی و.

د ا سرتیری چې ضیاالرحمان نومیده د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو اوسیدونکی وو.

همداشان د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو په دغه جګړه کې د یوبل وژل شوي سرتیري ګل محمد جنازه ، چې د لغمان ولایت اوسیدونکی وو، په کابل کې د یو لړ ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د هغه کورنۍ ته وسپارله.

د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد ښار دعیدګاه په جومات کې د ضیاالرحمان د جنازې د لمونځ د ادا کولو په وخت په زرګونو لمونځ کوونکو د پاکستان په خلاف شعارونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG