د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو باجوړ کې دوه پاکستاني عسکر وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان له خاورې څخه په وسله وال برید کې دوه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کسان تیره ورځ له افغانستان سره پر پوله پرتې سیمې باجوړ کې وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د معلوماتو په اساس دغه وسله وال برید له افغان خاورې څخه د دوی پر سرتیرو باندې شوی دی.

د چارواکو له قوله وژل شوي پاکستاني سرتیري د مردان او چترال اوسېدونکي وو.

د پوځ اعلامیه زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه درې وسله وال وژل شوي او له درې څخه تر څلور نور ټپیان شوي دي.

پاکستان پر خپلو سرتیرو برید غندلی او تمه یې ښودلې چې پر هغوی له افغان خاورې باید د بریدونو اجازه ورنکړل شي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG