د لاس رسي وړ اتصالات

وچکالۍ د افغانستان دوه پر دریمه برخه ځپلې – اوچا


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې د افغانستان د ولایتونو دوه پر دریمه برخه د وچ‌کالۍ له امله زیانمنه شوې ده.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، وچکالۍ زرګونه کورنۍ د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.

په ریپوټ کې د بیلګې په ډول د هرات ولایت یادونه شوې، چې په کې نږدې لس زره کسان د وچکالۍ د ګواښ له امله بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي "په شلو ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي، اټکل کیږي چې له یولسو میلیونو څخه زیاتو کسانو په کې خپل د ژوند اړتیا د کرنې له لارې پوره کولې او ښايي شاوخوا ۱.۸ میلیونه کسان غذايي خوندیتوب له لاسه ورکړي".

د ریپوټ له مخې، له دغې شمیرې د ۱.۱ میلیونو کسانو لپاره مرستندویې ادارې د مالي مرستو یا نقدو پیسو د برابرولو لپاره چمتوالی نیسي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې د شلو ولایتونو له شمیرې غور، بادغیس، فاریاب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند عمر محمدي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته د مرستې رسونې پلان بشپړ شوی، چې د همدې پلان او د همکارو موسسو په مرسته به ۲۰۰ متریک ټُنه غنم په دغو ولایتونو کې وویشل شي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې همدا شان د کلیو د پراختیا وزارت په دغو ولایتونو کې د اته زرو ټانکرونو په مټ، خلکو ته د څښاک اوبه برابروي.

هغه زیاته کړه "بل پروګرام چې له پيښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت په پام کې نیولی دا دی، چې په ټول دغو ولایتونو کې ۳۰ زرو تنو ته غذايي او غیر غذايي مواد برابروي، دغو غذايي موادو کې ۵۰ کیلو وریجي، ۵۰ کیلو وړه او د خوسي د غوښې کنسرو شامل دي".

د ښاغلي محمدي پر وینا، دغه وزارت ترپالونه، کمپلې او روغتیايي توکي هم وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته چمتو کړي دي او د بیړنیو مرستو په موخه یې دغو ولایتونو ته ۱۴۰ میلیونه افغانۍ ورکړې دي.

هغه وویل، د وچکالۍ ستونزې سره د مبارزې لپاره یې څلور میاشتینی پلان هم چمتو کړی، چې لا تر اوسه تصویب شوی نه دی.

همداشان د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو لپاره د ۲۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت واښه پیرلي او ځینو وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته یې استولي دي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه هیواد کې د ورښت کچه ۶۱ فیصده کمه شوې، چې له امله یې خلک د وچکالۍ له ستونزې سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG