د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د پولیو واکسین سره د قومي مشرانو همکاري زیاته شوي


په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت وایي، په دې وروستیو کې د پولیو کمپاین په تطبیق کې د قومي مشرانو او علماوو همکاري تر پخوا زیاته شوې ده.

هغه وویل"ټول پکتیکاوالو او قومې مشران لکه څنکه یې مخکې همکاري کړې باید همدا همکاري جاري وساتي او په راتلوکې کمپاینونو کې هم همکاري وکړي تر څو کمپاین په ښه ډول تطبیق شي".

د پکتیکا مرکز ښرنې د مقرب خېلو د کلي اوسیدونکی حاجي عبدالعزیزوایي، اوس پر دې پوهېدلی، چې واکسين د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د ويروسي ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله ده.

ده وویل"په خپله ما ته د کلي خطیب ملا صاحب د واکسین په اړه ویلي دي ډاکټرانو راته ویلی دي، ما ته چې چا ویلي دي ما منلې او زه نور خلکو ته هم همدا توصیه کوم چې مونږ خپل ماشومان خامخا واکسین کړو".

د ښرنې اړوند د خواجه خېلو د سیمې بل اوسېدونکی علي محمد نظري وایي، د پوليو ضد کمپاين پر مهال نه يوازې د خپلې کورنۍ ماشومان واکسينوي، بلکې هڅه کوي چې د کلي نور ماشومان يې هم له واکسين محروم نشي.

هغه وویل"د پولیو واکسین بې ضرره دي، زما له ټولو خلکو دا غوښتنه دا ده چې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین تطبیق کړئ، د دې واکسین موخه یواځي او یواځي د پولیو لېږدېدونکې ناروغۍ له منځه وړل دي".

که څه هم په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې په جنوب ختيځو ولايتونو کې د پوليو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو روغتيايي مسوولين وايي، چې اوس هم په دغه سيمه کې د پوليو ويروس خطر موجود دی.

XS
SM
MD
LG