د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې د نوم لیکنې مرکز د موقعیت د انتخاب په سر جګړه شوې


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره شاوخوا درې زره مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې پرانیستي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره شاوخوا درې زره مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې پرانیستي دي.

د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز د موقعيت د انتخاب پرسر د دوو قبيلو ترمنځ وسله واله شخړه کې دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې شخړه د ماماخېل او بادين خېل قبېلو ترمنځ پرون مازديګر مهال شاوخوا شپږ بجې د احمدخېلو ولسوالۍ د سټو په سيمه کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په وژلو شويو کې يوه ښځه او يو سړی دي.

عبدالله حسرت دغه راز وويل، چې د پېښې عاملين تر اوسه نه دي نيول شوي او د پېښې د لا روښانتيا په خاطر يو درې کسيز پلاوی سيمې ته رسيدلی دی.

په ورته وخت کې د پکتيا د ټاکنو ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي هم له امريکاغږ سره په خبرو کې ياده شوې پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د نوم ليکنې له مرکز د باندې شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا پېښه په خپل ډول کې کم سارې پېښه بلل کېږي، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د مرکز پرسر د قبيلو ترمنځه وسله واله شخړه رامنځته کېږي.

خوست کې رایې اچونې پر مرکز برید شوی

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، چې د دغه ولايت په مندوزيو ولسوالۍ کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر يوه مرکز وسله وال بريد کې يو پوليس او يو د ملي اردو سرتېری وژل شوي دي.

طالب منګل امريکاغږ ته وويل، دغه بريد چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د مندوزيو ولسوالۍ د سالم کلي د نوم ليکنې پر مرکز شوی، دريو کسانو ترسره کړی، چادرۍ يې اغوستې وې او په يوه سراچه موټر کې راغلي او تر بريد وروسته له سيمې وتلي دي.

تر اوسه د دې بريد مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG