د لاس رسي وړ اتصالات

استانبول کې د افغان، ترکي او پاکستاني چارواکو درې اړخیزه غونډه


په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د استانبول غونډه نامعلومې مودې ته ځنډول شوې ده، ټاکل شوې چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان په ګډون یوه بله درې اړخیز غونډه په استانبول کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دغې غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غويي دویمه) په یو بیان کې وویل چې دا غونډه به سبا د جمعې په ورځ جوړه شي.

په بیان کې راغلي: "د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا، به دې برخه کې د ترکیې او پاکستان رول او د درې اړخیو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي".

همداشان ټاکل شوې چې د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني او ترکي سیال سره دوه اړخیزې لیدنې هم وکړي.

د افغانستان په اړه د استانبول کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه د افغانستان د حکومت، طالبانو، د سیمې د هېوادونو، امریکا او یو شمیر نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شي تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.

ځینو سرچینو ویلي ټاکل شوې چې دا کنفرانس له کوچني اختر وروسته جوړ شي.

د افغان چارواکو په وینا د استانبول کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله ځنډول شوی دی. طالبانو هم ویلي تر هغې چې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ونوځي د افغان سولې په تړاو یوې غونډه کې به هم ګډون ونکړي.

XS
SM
MD
LG