د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ دا وارې له امریکايي لوبغاړو سره په شخړه کې کېوت


ټرمپ د امریکايي فوټبال د لوبډلو له مالکانو غوښتي هغه لوبغاړي دې وشړي چې ملي سرود ته نه دي درېدلي
ټرمپ د امریکايي فوټبال د لوبډلو له مالکانو غوښتي هغه لوبغاړي دې وشړي چې ملي سرود ته نه دي درېدلي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د دغه هېواد د فوټبال د ملي لیګ د لوبډلو له مالکانو غوښتي هغه لوبغاړي دې وشړي چې د متحدو ایالتونو د ملي سرود د غږولو پر مهال د درناوي په دود نه دي درېدلي.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز د امریکا د باسکتبال د ملي ټولنې یو ستوري ته د سپینې ماڼۍ د میلمستیا ورکړل شوې بلنه هم فسخه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ همدغه راز له امریکايانو غوښتي چې د امریکايي فوټبال لیدو ته دې ورنشي. ښاغلي ټرمپ هغو لوبغاړو ته سپکې سپورې هم وویلې چې د امریکا ملي سرود ته په درناوي ونه درېدل.

د امریکايي فوټبال د لیګ په تګلارې کې لوبغاړي هڅول کیږي چې ملي سرود ته ودریږي، خو مجور نه دي چې دا کار وکړي. رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا د فوټبال د ملي لیګ کمېشنر راجر ګوډیل وايي چې د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د فوټبال ملي لیګ ته د نه درناوي په مانا دي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې هم لیکلي چې که د فوټبال ملي لیګ لوبغاړي چې لوړ معاشونه اخلي او درناوي هم ورته کیږي باید د هېواد ملي سرود ته ودریږي، که نه دریږي په خبره یې ودې شړل شي چې کوم بل کار وکړي.

اصلي کیسه

په ۲۰۱۶ کال کې د امریکايي فوټبال یو وتلي ستوري کولین کایپرنیک د تور پوستو امریکایانو سره د توپیري چلند په غبرګون کې د امریکا ملي سرود ته ونه درېده. د هغه دا کار په امریکا کې ډېر سیاسي اختلافات او بحثونه را وپارول.

د فوټبال ملي لیګ د ښاغلي ټرمپ څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې لوبغاړي د نظر څرګندونو حق لري. همدغه راز د امریکا د باسکتبال ملي ټولنې یو غړي هم له ښاغلي ټرمپ سره په لانجه دی. سټیفن کېوري ته سپینې ماڼې ته د ورتلو بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه ونه مانه.

ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي چې سپينې ماڼۍ ته تګ یو ویاړ دی او سټیفن کېوري "زړه نا زړه و چې دا ویاړ وګټي، بنآ د هغه بلنه فسخه" شوه.

ښاغلي کېوري لا مخکې ویلي وي چې له خپلې لوبډلې، ګولډن سټیټ واریرز څخه به وغواړي چې سپینې ماڼۍ ته ولاړه نشي، دغې لوبډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوې غوښتل سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي خو ښاغلي ټرمپ په ښکاره وویل چې دوی نه وربولي.

یو بل لوبغاړي لیبرون جیمز د کیري په ملاتړ غږ اوچت کړی او ښاغلي ټرمپ ته یې په تويټر کې لیکلي "ستا تر راتګ مخکې، سپینې ماڼۍ ته تلل ویاړ وو". ښاغلی جیمز د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د کاندیدې هیلرې کلنټن پلوی و.

تر دغو خبرو څو ساعته وروسته د باسکتبال د ملي ټولنې یو لوبغاړي د امریکا د ملي سرود د غږولو پر مهال په زنګونونو کېناست او د نورو لوبغاړو په څېر په درناوي ونه درېده.

دغه لوبغاړی بروس مکسویل نومیږي او تورپوستی امریکايی دی. په متحدو ایالتونو کې امریکايي فوټبال او باسکتبال خورا مشهورې لوبې دي چې میلیاردونه ډالر پرې پانګونه کیږي او میلیونه مینوال لري.

XS
SM
MD
LG