د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹مه (سلواغې ۱۰) د یهودیت ځپنې سره د مبارزې لپاره یو اجرائیوي فرمان لاسلیک او ژمنه به وکړي چې ټول غیر امریکایی محصلین او نور بهرني اتباع چې په امریکا کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې برخه اخیستې، له متحده ایالاتو څخه وایستل شي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې فرمان کې "د امریکایی یهودانو پروړاندې د تروریزم، اور اچونې، ورانکارۍ او تاوتریخوالي د ګواښونو" د تعقیب لپاره د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت لخوا د "سمدستي اقدام" غوښتنه شوې ده او په دې ټینګار شوی چې ټولې فدرالي سرچینې د "په پوهنتونونو او لارو کې د یهودانو سره د ضدیت" پر وړاندې وکارول شي.
د ټرمپ په فرمان کې په متحده ایالاتو کې میشتو ټولو هغو بهرنیو اتباعو ته چې د «جهاديانو په ملاتړ» مظاهرو کې یې برخه اخیستې، خبرداری ورکړل شوی چې هغوی ټول وپیژندل شي او له متحده ایالاتو څخه وشړل شي.
ټرمپ په دې فرمان کې ویلي: "همدا راز زه د حماس د ټولو خواخوږو زده کوونکو ویزې سمدستي لغوه کوم چې په بې ساري ډول په افراطیت اخته شوي دي."
د روان کال په مې میاشت کې د امریکا په یو شمېر پوهنتونونو کې یو شمېر فلسطین پلوه محصلینو د غزې پر تړانګې د اسرائیل د بریدونو او د فلسطینیانو د وژل کېدو په اعتراض کې مظاهرې وکړې او خیمې یې ودرولې.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ په مظاهرو کې اکثرو مظاهره چیانو د حماس ملاتړ او یا د هر ډول صهیونیسټي ضد اعمالو ترسره کول رد کړي او استدلال کوي چې د دوی مظاهرې په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو پر ضد وې چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر ۴۷ زرو زیات کسان په کې وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه