د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د افغانستان د سولې په هکله قوي مذاکرات روان دي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره "په ډیرو قوي مذاکراتو" بوخت دی.

خو جمهور رئیس ټرمپ وویل چې پدې نه پوهیږي چې دغه خبرې به بریالۍ شي او که نه؟ټ

د امریکا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ په افغانستان د میشتو امریکایي سرتیرو سره د شکرانې د ادا کولو د ورځې په مناسبت د ټیلی کنفرانس له لارې په خبرو کې وویل چې د هغه په فکر د افغانستان خلک له جگړې ستړي شوي دي.

افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره له ټېلفوني مکالمې وروسته، ولسمشر ټرمپ د هوايي قواو یو جنرال ته وویل چې "شاید دې هلته [افغانستان کې] وګورم، ته هېڅکله نه پوهېږي چې څه به پېښ شي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې د افغانستان خلک د څو لسیزو راپدې خوا جنګ تجربه کوي. هغه وویل چې د سولې لپاره مذاکرات روان دي او دا "خبرې به ممکن کامیابې یا ناکامې شي، څوک نه پوهېږي."

د امریکا حکومت پخوانی دېپلومات زلمی خلیلزاد د بیاپخلاینې په چارو کې د خاص استازي په صفت ټاکلی دی. خلیلزاد په کابل، قطر او نورو سیمو کې له افغان چارواکو او طالب استازو سره څو مجلسونه کړي دي.

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وېستلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل "موږ هغه څه کوو چې سم وي، د خبرو نتیجې ته باید انتظار وشي."

د امریکا ولسمشران وخت نا وخت په بهر کې له خپلو پوځیانو سره له نږدې ملاقات کوي، خو ولسمشر ټرمپ دا دوه کاله کېږي چې په افغانستان او نورو جنګ ځپلو هېوادونو کې د عسکرو لېدو ته ورغلی نه دی.

امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ پوځیان دېره کړي دي. دوي د ناټو د ماموریت له طریقه د افغان پوځيانو په روزولو او له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG