د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د افغانستان دپاره تګلاره به ډیر ژر اعلان کړي


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د افغانستان لپاره د تګلارې ټاکل یوه ستره پریکړه ده. ښاغلي ټرمپ په خبري کنفرانس کې وویل " دې پریکړې ته بیخي ډیر نږدې شویدی. "

جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کې د امریکا ١٧ ښکیلتیا ګډه وډه وګڼله او زیاته یې کړه چې کوښښ کوي دغه ګډوډي کمه کړي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د نیوجرسي په ایالت کې خبریالانو ته د افغانستان په هکله د امریکا د پالیسۍ په اړه وویل "دا ماته یو ډیر ستر تصمیم دی. په [افغانستان کې] راته یو گډوډ وضعیت په میراث پاته شو او مونږ به دغه وضعیت سم کړو".

جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان جگړه د خپل هیواد ډیره اوږده جگړه وبلله.

په همدې حال کې د امریکا د سنا په مجلس کې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر جان مکین چې د سپینې ماڼۍ لخوا د تګلارې د اعلان په ځنډولو مايوسه شوی، د افغانستان لپاره یې خپله تګلاره اعلان کړله.

د سناتور مکین په تګلارې کې راغلي دي چې افغانستان ته دې د تروریزم سره د مبارزې ضد اضافي امریکایي عسکر واستول شي.

ښاغلی مکین زیاتوي چې امریکایي سلاکاران دې په لومړنیو جبهو کې د افغان افسرانو سره مل وي او په طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د برید لپاره دې د امریکایي قوماندانونو واک او اختیار زیات شي.

سناتور مکین وویل " پلان دا دی چې تروریستي ډلې تباه، کمزورې او له منځه ولاړې شي تر څو هغوي ونشي کړی د امریکا او متحدینو په ګټو د بریدونو توان تر لاسه کړي".

ښاغلي مکین وویل، کله چې د سنا غړي د سپتمبر په میاشت کې د رخصتیو نه بیرته واشنگټن ته راستانه شي او د دفاع په کلنۍ پالیسۍ بحث پیل شي، دی به هڅه وکړی چې په افغانستان کې " د کامیابی ستراتیژۍ" په هکله د رایې ګیرۍ غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG